مالي او اداري مرستیال د کابل د بني حصار سیمې له ځینو اوسېدونکو سره وکتل  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۵:۱۵
مالي او اداري مرستیال د کابل د بني حصار سیمې له ځینو اوسېدونکو سره وکتل  

۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغا جان آخند «حاجي سالم» په خپل دفتر کې د کابل د بني حصار سیمې له ځینو اوسېدونکو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدلې.
په دې لیدنه کې، د بني حصار سیمې اوسېدونکو د سیمې د یوه جومات د جوړېدو په تړاو خپلې ستونزې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ته وړاندې کړې او د یاد جومات د ځمکې د ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه.
مالي او اداري مرسیتال د هغوی د ستونزو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چې د دې موضوع د حل لپاره به لازمې همکارۍ وکړي او زیاته یې کړه چې د حج او اوقافو وزارت سره په همغږۍ به د بنی حصار سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل شي.

دیدار معین مالی و اداری با شماری از باشنده‌گان ساحه بنی حصار کابل
۲۱ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغا جان آخند «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دفتر کار خود با شماری از باشنده‌گان ساحه بنی حصار کابل دیدار کرده و مشکلات آنان را استماع نمود.
در این دیدار، باشنده‌گان ساحه بنی حصار کابل از مشکل خود در مورد احداث یک باب مسجد در آن ساحه به معین مالی و اداری وزارت زراعت اشاره کرده و خواستار حل مشکل زمین آن شدند.
معین مالی و اداری پس از استماع مشکلات، اطمینان همکاری لازم را برای حل این موضوع به آنان داد و خاطرنشان ساخت که در همکاری با وزارت حج و اوقاف، مشکلات باشنده‌گان ساحه بنی حصار حل خواهد شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت