کندهار کې د ناروغیو مخنیوي او صحي غوښې وړاندې کولو په موخه د څارویو د معاینې لړۍ؛ د ډنډ مسلخ کې ۱۱۰۰ څاروي معاینه شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۲:۳۵
کندهار کې د ناروغیو مخنیوي او صحي غوښې وړاندې کولو په موخه د څارویو د معاینې لړۍ؛ د ډنډ مسلخ کې ۱۱۰۰ څاروي معاینه شوي

۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت لخوا د ډنډ ولسوالی په مسلخ کې په تېرو اوو ورځو کې یو زر او ۱۰۰ څاروي معاینه شوي دي. په معاینه شویو څارويو کې ۴۴۹ پسونه، ۵۹۷ وزګړي او ۸۸ غوایي شامل دي. له دې ډلې، ۱۶ څاروي د ناروغۍ له امله د پلورلو وړ ونه ګڼل شول او په بازار کې یې د پلور اجازه ور نه کړل شوه.  
د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې هېڅ قصاب ته به اجازه ور نه کړي، چې بې‌کیفیته یا په ناروغیو ککړه غوښه وپلوري. دغه ریاست له ښاریانو غوښتنه کړې، چې له غیر قانوني او بې‌مهره غوښې پېرلو ډډه وکړي، ترڅو د څارویو له لارې د ناروغیو خپرېدو مخه ونیول شي.  
د مالدارۍ مسؤلین وايي چې د ناروغیو د مخنیوي او د صحي غوښې وړاندې کولو لپاره منظمې معاینې ترسره کوي. تېره اوونۍ هم په همدې مسلخ کې ۱۲۲۳ څاروي معاینه شوي وو.  
د کندهار د مالدارۍ آمریت د څارویو معاینې لړۍ د ناروغیو د کنټرول او د ښاریانو روغتیا خوندي کولو لپاره مهمه بولي. د دې پروسې په دوام به په کندهار کې د بې‌کیفیته غوښې د پلور مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت پلاوی د پختې د بیو د ټیټوالي د ارزونې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پختې د بیو د ټیټوالي د علتونو د معلومولو او د بزګرانو د تاوان د مخنیوي په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو کاري پلاوی د غلو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

دهلمند بولان څېړنیز فارم کې د غنمو د تجربو او مورني تخمونو د تولید بهیر پیل شو

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  دکرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو مدیریت مسئولینو د بولان څېړنیز فارم په سیمه کې د غنمو د نوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۷
Background image

هلمند کې د مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور پیاوړتیا په موخه هلې ځلې

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت آمر حافظ هدایت‌الله هدایت او د یاد آمریت مسلکي. . .

بازگشت