د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د کرنې ریاستونو له کارکوونکو سره د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال غونډه

user-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۰:۴۸
د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د کرنې ریاستونو له کارکوونکو سره د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال غونډه


۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان سویل ختیځو ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د کرنې ریاستونو له کارکوونکو سره وکتل.
دغه غونډه د ځنګلونو د وضعیت د ارزونې او د لرګیو د پرې کولو او قاچاق د مخنیوي په موخه جوړه شوې وه. په دې کتنه کې د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس او د کورنیو چارو وزارت د شنې قطعې د قومندان په ګډون د اسلامي امارت یوه پلاوي هم حضور درلود او په دې اړه یې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
د یادولو وړ ده، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ځنګلي ولایتونو کې د ځنګلونو پرې کول او د لرګیو په قاچاق بندیز لګول شوی او په یادو ولایتونو کې زرګونه ټنه لرګي ضبط شوي دي. دغه ګامونه د هېواد د طبیعي سرچینو د ساتنې په موخه ترسره کېږي.

نشست معین آبیاری و منابع طبیعی با کارمندان ریاست‌های زراعت ولایت پکتیا و پکتیکا
۱۰ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر به ولایت‌های جنوب شرق، نشستی را با کارمندان ریاست‌های زراعت ولایت‌های پکتیا و پکتیکا برگزار کرد.
این نشست با هدف بررسی وضعیت جنگلات و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب انجام شد. در این دیدار، هیئتی از امارت اسلامی، شامل رئیس جنگلات وزارت زراعت و قومندان قطعه سبز وزارت امور داخله، نیز حضور داشتند و پیرامون نظریات و پیشنهادات خود در این زمینه تبادل‌نظر کردند.
قابل ذکر  است که پس از روی کار آمدن امارت اسلامی، قطع جنگلات و قاچاق چوب منع شده و تاکنون هزاران تُن چوب در ولایت‌های جنگلی ضبط گردیده است. این اقدامات در راستای حفاظت از منابع طبیعی کشور انجام می‌شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت