د بڼوالۍ د پراختیا ریاست

mail-admin

د بڼوالۍ د پراختیا ریاست د دې وزارت له مهمو سکتوري ریاستونو څخه دی، چې د بڼوالۍ محصولات د هېواد د کرنې سکتور اساسي او کلیدي برخه جوړوي. له دوه میلیونو څخه زیات کسان د بڼوالۍ په برخه کې بوخت دي او د همدې لارې خپل ژوند او معیشت پرمخ وړي. بڼوالي د عایداتو مهمه سرچینه او په کلیوالو، نیمه ښاري او ښاري سیمو کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو اغېزمن سکتور بلل کېږي، چې کولای شي د کرنې، تولید او د محصولاتو د کورنیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته د عرضې له لارې مناسب کاري فرصتونه برابر کړي.

په هېواد کې د سبزیجاتو لکه کچالو، پیاز، رومي بانجان، هندواڼې، خټکي، ګلپي، بادرنګ او شنوخونو محصولاتو، همدارنګه د مېوو لکه انګورو، زردالو، مڼې، انځر، بادام، انار، چهارمغز، پستې، ګیلاس او آلوبالو د تولید د زیاتوالي لپاره د پانګونې پراخ فرصتونه موجود دي. سربېره پر دې، د ګل‌پرورۍ او د بڼوالۍ محصولاتو د حاصلاتو له راټولولو وروسته فعالیتونو لپاره هم مناسب فرصتونه شته. دغه محصولات د هېواد د باغونو او تاکستانونو تر ۹۵ سلنې زیاتې ساحې تر پوښښ لاندې راولي.

اوس مهال افغانستان د اړتیا وړ سبزیجاتو او مېوو یوه د پام وړ اندازه، په ځانګړي ډول د موسم څخه بهر، له نورو هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي، چې دا چاره د بهرنیو اسعارو د وتلو، د کورنیو تولیداتو د زیانمنېدو او د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي سبب ګرځي.

د بڼوالۍ د پراختیا ریاست څلور آمریتونه لري چې عبارت دي له:

  • د سبزیجاتو د ترویج او پراختیا آمریت
  • د بڼوالۍ د تنظیم او پراختیا آمریت
  • د بڼوالۍ محصولاتو د حاصلاتو وروسته فعالیتونو د تنظیم آمریت
  • د ګل ‌پرورۍ او زینتي بوټو آمریت

لیدلوری

یو پایدار، معیاري، ګټور او سوداګریز بڼوالي سکتور رامنځته کول، چې د ملي اقتصاد د ودې، د کاري فرصتونو د زیاتوالي او د خلکو د معیشت د ښه والي لامل شي. همدارنګه د دې ریاست اساسي تمرکز د څېړنې او ترویج له لارې د بڼوالۍ د تولیداتو زیاتوالی، د ضایعاتو کمښت، ارزښت‌افزونه او د بڼوالۍ محصولاتو ښه بازارموندنه ده.

ماموریت

د بڼوالۍ د پراختیا ریاست ژمن دی چې د معیاري بڼوالۍ د پراختیا او ترویج، د بڼوالۍ محصولاتو د تولید او حاصل زیاتوالي، د بزګرانو او پانګوالو ملاتړ، د حاصلاتو وروسته سیسټمونو پیاوړتیا، د ګل‌پرورۍ پراختیا او د بڼوالۍ محصولاتو د بازارموندنې د ښه والي له لارې د هېواد د کرنیز اقتصاد په وده، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د خلکو د معیشت په ښه والي کې اغېزمن او پایدار رول ولوبوي.

لنډه پېژندنه او مسؤلیتونه

د بڼوالۍ د پراختیا ریاست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له سکتوري ریاستونو څخه دی، چې د کرنیز ترویج عمومي ریاست تر چتر لاندې د بڼوالۍ د تنظیم او پراختیا، د سبزیجاتو د ترویج او پراختیا، د ګلانو او زینتي بوټو، او د بڼوالۍ محصولاتو د حاصلاتو وروسته فعالیتونو په برخو کې په ټول هېواد کې فعالیت کوي.

دغه ریاست په تېرو کلونو کې د کرنې په ځانګړي ډول د بڼوالۍ په برخه کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي او د ترویجي خدمتونو او نوې ټکنالوژۍ د لېږد په برخه کې یې مهم رول ادا کړی دی. په ځانګړي ډول د مېوو او سبزیجاتو د اصلاح شویو ورایټیو د کرنې ترویج، د بڼوالۍ د ملي پراختیا پروژې بریالی تطبیق په شنوخونو او ازادو ساحو کې د سبزیجاتو ترویج او پراختیا، د بېلابېلو باغونو جوړول د څاڅکي اوبو لګولو او T-چیله سیسټمونو په وسیله، د جنتیکي سرچینو اغېزمنه استفاده، د خاورې حاصلخېزي، د اوبو د اغېزمنو سرچینو کارونه، باغدارانو ته تخنیکي مشورې ورکول، د مېوو او سبزیجاتو په برخه کې د ملي طرحو ترتیب او تطبیق، د دې ریاست له مهمو فعالیتونو څخه دي.

تقنیني اسناد

  • د بڼوالۍ ملي پالېسي
  • د بڼوالۍ ملي ستراتیژي
  • د شنوخونو د جوړولو او تنظیم طرزالعمل
  • د فراه ولایت د عنابو د تولید، پروسس، بسته ‌بندۍ او بازارموندنې طرحه
  • د خرماوو د تولید، پروسس، بسته ‌بندۍ او بازارموندنې ملي طرحه
  • د انګورو د تولید، پروسس، بسته ‌بندۍ او بازارموندنې ملي طرحه
  • د زابل ولایت د بادامو د تولید، پروسس، بسته ‌بندۍ او بازارموندنې طرحه
  • د شکرپارې د تولید، پروسس، بسته‌ بندۍ او بازارموندنې ملي طرحه
  • د بادامو د تولید، پروسس، بسته ‌بندۍ او بازارموندنې ملي طرحه
  • د سرپل ولایت د تورو ممیزو د تولید، پروسس، بسته ‌بندۍ او بازارموندنې طرحه
  • د غزني ولایت د آلوبخارا د تولید، پروسس، بسته ‌بندۍ او بازارموندنې طرحه

د بڼوالۍ د چارو مهم فعالیتونه

  • د کرنیزو کمپلکسونو د طرحو اړوند د بڼوالۍ د فعالیتونو تنظیم او ترتیب.
  • د کرنیزې ځان ‌بسیاینې د طرحې اړوند د بڼوالۍ د فعالیتونو تنظیم او ترتیب.
  • د قوش‌تیپې کانال د طرحې اړوند د بڼوالۍ د فعالیتونو تنظیم او ترتیب.
  • د ترکیې د محترمې (IHH) مؤسسې له خوا د اصلاح شویو بېلابېلو مېوه‌لرونکو نیالګیو لکه انګور، بادام، چهارمغز او زردالو د ۲۵۰۰۰ نیالګیو وېش، چې د کابل، تخار، مزارشریف او کاپیسا ولایتونو کې د دې ریاست په همغږۍ ترسره شو.
  • د ننګرهار، بلخ، هرات او هلمند ولایتونو د ۶ کرنیزو کمپلکسونو لپاره د مالي طرحو او پلانونو چمتو کول، څو سوداګریز باغونه، سوداګریز شنې خونې او د پروسس او بسته‌بندۍ مرکزونه جوړ شي.
  • د متحده عربي اماراتو، ایران، بلاروس او روسیې هېوادونو څخه د مرستو د جلب په موخه د سوداګریزو باغونو او شنو خونو د جوړولو کانسپټ نوټونه ترتیبول.
  • په پښتو ژبه د بڼوالۍ د لارښود منویل ترتیب او چمتو کول.
  • په ټول هېواد کې د مېوو (مڼې او انار) او سبزیجاتو (پیاز او کچالو) لپاره د (۵۹۰۹) صفر انرژۍ سړو خونو د معلوماتو او ارقامو راټولول.
  • په ټول هېواد کې د (۴۸۴۶) کشمش‌خونو او (۱۴۳) سلفرخونو د معلوماتو او ارقامو راټولول.
  • په ټول هېواد کې د سبزیجاتو د تولید لپاره د شنو خونو د معلوماتو راټولول، چې ټولټال (۲۳۷۳۴) سوداګریزې او محلي شنې خونې د دې ریاست سره ثبت شوې دي.
  • په ټول هېواد کې د شنو خونو لرونکو ته د شنو خونو د محصولاتو د فعالیت (۱۹۳۱) جوازلیکونو وېش.
  • د شنو خونو د فعالیت جوازلیکونو د وېش له لارې د (۳۷۰۱۳۸۵) افغانیو عوایدو راټولول.
  • د وزارت دننه ریاستونو ته د دفترونو د ښکلا لپاره د ګلدانونو سره د ۲۰۰ د ګل بوټو وېش.
  • د بېلابېلو ګلانو د ۱۵۰۰ قلمو تکثیر او روزنه.
  • د بڼوالۍ د سکتور په بېلابېلو برخو کې د ۱۰۰ څخه زیاتو سوداګریزو بزنس پلانونو په اړه د مسلکي کارکوونکو له خوا تخنیکي نظریات وړاندې کول.

د ظرفیت لوړونې برخه

  • د وزارت په مرکزي شنو خونو کې د سبزیجاتو او بېلابېلو زینتي ګلانو او بوټو د کرنې په برخه کې د ۵۲ تنو کارآموزانو روزنه او لارښوونه.
  • د وزارت په مرکزي شنه خونه کې د باراني اوبو لګولو سیستم نصب.
  • د میوه‌جاتو د شاخه‌برۍ او د زینتي نباتاتو د اصلاح په اړه د روزنیز پروګرام ترسره کول، څو د ریاست‌الوزراء مقام باغونه او ساحې اصلاح او ډیزاین شي.
  • د ملکي خدمتونو انسټېټیوټ کې د رهبرۍ مهارتونو په روزنیز پروګرام کې د ۶ کارکوونکو ګډون.
  • د چین هېواد حضوري روزنیزو پروګرامونو ته د دې ریاست د ۱۱ متخصصینو استول.

د همکارو مؤسسو سره د همغږۍ اجراآت

  1. د ظرفیت لوړونې، مېوه‌جاتو او سبزیجاتو په اړه د ۳ کانسپټ نوټونو ترتیب، چمتو کول او د ترکیې د (IHH) مؤسسې ته لېږل.
  2. د ترکیې د دوست هېواد د (IHH) مؤسسې په همغږۍ د هېواد په څلورو ولایتونو کې د ۲۵۰۰۰ مېوه ‌لرونکو نیالګیو وېش.
  3. په ۳۴ ولایتونو کې د کرنې وزارت تر چتر لاندې د فعالیت کوونکو مؤسسو د پروژو اسنادو په اړه تخنیکي او مسلکي نظریات وړاندې کول.
  4. د سولر ډرایر اړوند کانسپټ نوټ ترتیب، چمتو کول او د ترکیې د (IHH) مؤسسې ته لېږل.
  5. د خرما، بادام او انګورو اړوند پروپوزلونه چمتو کول او د پلان ریاست له لارې د قطر شاهي هېواد ته د عملي کېدو لپاره وړاندې کول.
  6. د بڼوالو لپاره د سلفر په کارولو د زردالو وچولو په اړه پرېزنټېشن چمتو کول.

د ۱۴۰۲ کال انکشافي پروژې تطبیق

د بڼوالۍ ملي انکشافي پروژې پلان د (AFG/390356) کوډ لاندې په ۱۴۰۲ کال کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ترتیب، منظور او د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې په بریالیتوب سره تطبیق شو، چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:

  1. په پکتیکا، هلمند، فراه، ننګرهار، خوست، غزني او لوګر ولایتونو کې د ستروس، خرما، آلوبخارا، انګورو او عنابو ۹۰ جریبه سوداګریزو باغونو جوړول.
  2. په ارزګان ولایت کې د شکرپارې زردالو د وچولو لپاره د ۱۱ سلفرخونو جوړول.
  3. په خوست، لوګر، لغمان، هلمند او کندهار ولایتونو کې د سبزیجاتو د تولید لپاره د ۲۷ شنو خونو جوړول.
  4. په ننګرهار ولایت کې د عطري موتیا ګل ۵ جریبه نمایشي قطعې جوړول.
  5. د بڼوالۍ د محصولاتو د حاصلاتو مخکې او وروسته چارو په برخه کې د پروژې تر پوښښ لاندې ۱۰ ولایتونو کې د ۲۰۳ بڼوالو او ترویجي کارکوونکو تخنیکي او مسلکي روزنه.
  6. د پروژې په ساحو کې ۱۳۸ بڼوالو ته دایمي مستقیم او ۷۰۰ کسانو ته غیرمستقیم کاري فرصتونه برابرول.
  7. د پروژې تر پوښښ لاندې ولایتونو کې د ۱۲۷ تشویقي بستو وېش.

د ۱۴۰۳ کال انکشافي پروژې تطبیق

د بڼوالۍ ملي انکشافي پروژې پلان د (AFG/390356) کوډ لاندې په ۱۴۰۳ کال کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ترتیب، منظور او د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې تطبیق شو، چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:

  1. په نیمروز، فاریاب، کندز، بغلان، نورستان، خوست، لغمان، غور، غزني، هرات او فراه ولایتونو کې د ستروس، خرما، آلوبخارا، انګورو او عنابو ۱۲۵ جریبه سوداګریزو باغونو جوړول.
  2. په زابل ولایت کې د شکرپارې زردالو د پروسس او وچولو لپاره د ۶ سلفرخونو جوړول.
  3. په پکتیکا، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د سبزیجاتو د تولید لپاره د ۲۲ شنو خونو جوړول.
  4. د پروژې تر پوښښ لاندې ولایتونو کې د ۲۰۸ بڼوالو او ترویجي کارکوونکو تخنیکي او مسلکي روزنه، چې پکې د حاصلاتو مخکې او وروسته عملیات او د شنو خونو او سلفرخونو د کارونې طریقې شاملې وې.
  5. په ننګرهار ولایت کې د موتیا ګل ۱۰ جریبه نمایشي قطعې جوړول.
  6. د پروژې په ساحو کې ۱۶۳ بڼوالو ته مستقیم او ۸۱۵ کسانو ته غیرمستقیم دایمي کاري فرصتونه برابرول.

د ۱۴۰۴ کال انکشافي پروژې تطبیق

د بڼوالۍ ملي انکشافي پروژې پلان د (AFG/390356) او (AFG/390790) کوډونو لاندې په ۱۴۰۴ کال کې د ۱۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ترتیب، منظور او د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تطبیق شوی، چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:

  1. په تخار، پروان، کنړ، میدان وردګ، کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې د ستروس، املوک، ګیلاس او بادامو ۱۶۶ جریبه سوداګریزو باغونو جوړول.
  2. په غزني او بامیان ولایتونو کې د شکرپارې زردالو د پروسس او وچولو لپاره د ۶ سلفرخونو جوړول.
  3. په هرات ولایت کې د ۲۰۰ متره مربع ظرفیت لرونکې د زینتي ګلانو او بوټو د تولید لپاره د یوې شنې خونې جوړول.
  4. په جوزجان او سرپل ولایتونو کې د سبزیجاتو د تولید لپاره د ۶ شنو خونو جوړول، چې هره یوه یې ۲۰۰ متره مربع مساحت لري او جستي ډول دي.
  5. د کابل، فراه، لغمان، خوست، بلخ، غزني، هرات، پکتیا، نیمروز، دایکندي او بادغیس ولایتونو مخکښو شنه‌خونه لرونکو ته د ۴۸۰ چارجي او جنراتوري دواپاشونو وېش.
  6. د پروژې تر پوښښ لاندې ولایتونو کې د ۹۵ بڼوالو تخنیکي او مسلکي روزنه، چې پکې د حاصلاتو مخکې او وروسته عملیات او د سلفرخونو د کارونې طریقې شاملې وې.
  7. د پروژې په ساحو کې ۹۵ بڼوالو ته مستقیم او ۴۷۵ کسانو ته غیرمستقیم دایمي کاري فرصتونه برابرول.

د پورته تشریحاتو او معلوماتو پر بنسټ، د بڼوالۍ د پراختیا ریاست اړوند عمومي معلومات په منظم ډول ترتیب او د مقام محترم حضور ته وړاندې شول.