د کرنې وزیر د جاپان له سفیر سره لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۹:۳۹
د کرنې وزیر د جاپان له سفیر سره لیدنه وکړه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره وکتل
په دې لیدنه کې دواړو لورو د جاپان حکومت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو او د ډاکټر تتسو ناکامورا د پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې.
د جاپان سفیر د خپلو خبرو په پیل کې د اداري فساد سره د مبارزې، د مخدره موادو د کر او قاچاق د مخنیوي، د ترهګرۍ ضد مبارزې، د امنیت تامین او د سولې لپاره د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه. هغه زیاته کړه چې جاپان به په بدیل معیشت، غلو، سبزیجاتو، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، د ناکامورا پروژو تطبیق او د اوبو لګولو پروژو په برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان او اسلامي امارت ښه نوم باید نورو هېوادونو ته ورسول شي.
وروسته، مولوي عطاالله عمري د افغانانو سره د جاپان دولت او ملت د تلپاتې همکاریو مننه وکړه او د دې مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه. هغه وویل: "موږ د جاپان له دولت سره د ښو اړیکو او د اسلامي امارت او د کرنې او مالدارۍ له سکتور سره د هغوی د ملاتړ څخه مننه کوو. د څو لسیزو اوږدې جګړې د دې سکتور د شاتګ لامل شوې دي او موږ مرستې ته اړتیا لرو چې له دې وضعیت څخه راووځو. موږ کلک هوډ لرو چې ستاسو مرستې په روڼ او اغیزناک ډول وکارول شي او زموږ بزګران او مالداران ترې ګټه پورته کړي. همدا ډول موږ نړۍ ته په کلکه وایو چې اسلامي امارت هره پرېکړه چې وکړي، پر هغې به عمل کوي، لکه د مخدره موادو د کر او قاچاق د منع کولو پرېکړه چې اوس په بشپړ ډول عملي شوې ده. نو باید زموږ د بزګرانو ملاتړ وشي، ترڅو پر ځان بسیا شي او له مضرو بوټو له کرلو څخه ډډه وکړي. موږ د بدیل معیشت یوه هر اړخیزه طرحه لرو او د هغې په چوکاټ کې، سازمانونه، دولتونه او بهرني مرستندویان کولی شي همکاري وکړي، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، ځکه چې په افغانستان کې د بزګرۍ او مالدارۍ ډېری کارونه ښځې ترسره کوي. که نړۍ غواړي مرسته وکړي، باید د دې طبقې خلکو سره مرسته وکړي."
په دې ناسته کې د کرنې وزارت ځینې رئیسان، سلاکاران او د جاپان هېواد دیپلوماتان هم حاضر وو.

وزیر زراعت با سفیر جاپان دیدار کرد
مولوی عطاءالله‌عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، با تاکایوشی کورومایا، سفیر جاپان در کابل، دیدار کرد.
در این دیدار، دو طرف در مورد همکاری‌های دولت جاپان در بخش زراعت و مالداری و تطبیق پروژه‌های داکتر تتسو ناکامورا گفتگو کردند.
سفیر جاپان در آغاز صحبت‌های خود از فعالیت‌های امارت اسلامی در بخش مبارزه با فساد، منع کشت و قاچاق مواد مخدر، مبارزه با تروریزم، تامین امنیت و تلاش‌ها برای آوردن صلح قدردانی کرد. وی همچنین از ادامه فعالیت‌های جاپان در بخش معیشت بدیل، غله‌جات، سبزیجات، مبارزه با مواد مخدر، تطبیق پروژه‌های ناکامورا و راه‌اندازی پروژه‌های آبیاری سخن گفت و تأکید کرد که پیام نام نیک افغانستان و امارت اسلامی باید به کشورهای خارجی انتقال یابد.
در ادامه، مولوی عطاءالله‌عمری از همکاری‌های همیشگی دولت و ملت جاپان با مردم افغانستان تشکر کرد و خواستار تداوم این کمک‌ها شد. وی گفت: "ما از روابط نیک و حمایت‌های دولت جاپان از امارت اسلامی و سکتور زراعت و مالداری سپاسگزاریم. جنگ‌های چندین دهه باعث عقب‌ماندگی این سکتور شده و ما به کمک نیاز داریم تا از این وضعیت بیرون شویم. ما عزم قاطع داریم تا کمک‌های شما به‌صورت شفاف و مؤثر مصرف شوند و دهقانان و مالداران ما از آن مستفید شوند. همچنین به‌طور قاطع به دنیا اعلام می‌کنیم که امارت اسلامی در هر بخش که تصمیم بگیرد، به آن عمل خواهد کرد، مانند منع کشت مواد مخدر و قاچاق آن که کاملاً متوقف شده است. در این صورت دست دهقانان ما گرفته خواهد شد تا مستقل شوند و از کشت مواد مضر خودداری کنند. ما طرح جامع بدیل معیشت داریم و در چارچوب آن، سازمان‌ها، دولت‌ها و کمک‌های خارجی می‌توانند همکاری کنند، به خصوص برای طبقه اناث که اکثریت کارهای دهقانی و مالداری توسط زنان افغانستان انجام می‌شود. اگر جهان می‌خواهد کمک کند، باید به این طبقه مردم کمک نماید."
در این مجلس تعدادی از رؤسا و مشاوران وزارت زراعت و دیپلماتان کشور جاپان حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۱
Background image

لښکرګاه بولان سیمه کې کروندګرو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارمندانو د لښکرګاه بولان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند دکرنې رییس او ورسره مل پلاوي کجکي ولسوالی ته سفر وکړ

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  په مشرۍ یو ګډ پلاوي کجکي ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ.
دغه سفر د افغانستان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۵
Background image

د پکتیکا جاني خېلو کې بزګرانو ته د بادامو بڼونه او لمریزې برېښنا ورکړه؛ د کوکنارو د بدیل پروګرام مهم ګام

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کوکنارو د کښت د بدیل پروګرام په چوکاټ کې د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالی کې ۵۶ تنو بزګرانو ته د. . .

بازگشت