په پنجوایي کې ۲ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۱:۳۷
په پنجوایي کې ۲ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۲۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د یوې خیریه موسسې په تخنیکي همکارۍ، په پنجوایي ولسوالۍ کې ۲ زره اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.
دغه مرسته د کرنې او مالدارۍ د مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یوې روڼې پالیسۍ له مخې ترسره شوه، چې پکې هغه بزګران شامل دي چې ۲ تر ۵ جریبه ځمکه لري او اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی.
د مرستې په ترڅ کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ورکړل شوه، ترڅو دوی د راتلونکي فصل لپاره پر وخت چمتو شي.
یادې مرستې د بزګرانو ملاتړ، د اصلاح شویو تخمونو دودول او د کمو ځمکو څخه د ډېرو حاصلاتو ترلاسه کولو په موخه ترسره شوې. د یادونې وړ ده چې په ډند ولسوالۍ کې هم ورته مرستې ترسره شوې، چې پکې له ۳ زره بزګرانو ملاتړ شوی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

بازگشت