د کابل ولایت شکردرې ولسوالی کې د مېوو او سبو یوه معیاري سړه‌خونه پرانیستل شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۸:۳۸
د کابل ولایت شکردرې ولسوالی کې د مېوو او سبو یوه معیاري سړه‌خونه پرانیستل شوه


د کابل شکردرې ولسوالی کې د مېوو او سبو یوه معیاري سړه‌خونه د حکومتي چارواکو، سوداګرو، پانګه‌والو او سیمه‌ییزو خلکو په ګډون پرانیستل شوه. دا سړه‌خونه چې په ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو لګښت او د ۶۵۰ متریک ټنه ظرفیت سره جوړه شوې ده، درې کوچني او یو لوی تالار لري، چې د کرنې محصولاتو د ساتلو لپاره کارول کېږي او اته کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
په غو مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت سلاکار مولوي طالب جان ذکي د سړو‌خونو جوړول د هېواد لپاره یوه بنسټیزه اړتیا وبلله او د دې برخې په پانګونې یې ټینګار وکړ. هغه له پانګه‌والو وغوښتل، چې په کرنې او کورنیو تولیداتو کې پانګونه وکړي تر څو د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.
د دې سړې خونې مسؤول ډاکتر نثار احمد رحیمي د دې پروژې موخه د بزګرانو او بڼوالو ملاتړ وبلله او ویې ویل، چې د دې سړې ‌خونې په جوړېدو سره به د بزګرانو محصولات پرته له فساد او ضایع څخه بازار ته وړاندې شي. هغه نورو پانګه‌وال هم دې برخې ته لا ډېر پام کولو ته وهڅول.
همدارنګه، حاجي میرویس حاجي زاده د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال په خپله وینا کې د بزګرانو د ملاتړ په موخه په پانګونې ټینګار وکړ او د ټولنې ټول قشرونه یې د هېواد په ابادۍ کې همکارۍ ته راوبلل.
دا سړه‌خونه د یوه اقتصادي پروژې په توګه د سیمه‌ییزو چارواکو او خلکو له لوري وستایل شوه او تمه کېږي چې د کرنیزو محصولاتو په ساتنه او د ځایي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
په دې غونډه کې د مالدارۍ او د حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د کرنې او مالدارۍ وزارت سلاکار مولوي طالب جان ذکي او د کرنې وزارت د خصوصي سکتور پراختیا رییس مفتي عبدالرحیم شاهد د کرنې وزارت په استازیتوب ګډون کړی و.
دا سړه‌خونه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په تخنیکي همکارۍ د ریاض مدبر رحیمي شرکت له لوري جوړه شوې ده.

افتتاح سردخانه معیاری میوه و سبزیجات در ولسوالی شکردره کابل
۲۲ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
یک سردخانه معیاری میوه و سبزیجات در ولسوالی شکردره ولایت کابل طی مراسمی با حضور مسوولان حکومتی، تاجران، سرمایه‌گذاران و مردم محل به بهره‌برداری سپرده شد.
 این سردخانه که با هزینه ۳۵۰ هزار دالر آمریکایی و ظرفیت ۶۵۰ متریک تن ساخته شده است، دارای سه سالن کوچک و یک سالن بزرگ برای نگهداری محصولات کشاورزی است و زمینهٔ کار را برای هشت نفر فراهم کرده است.
مولوی طالب جان ذکی مشاور معینیت زراعت و مالداری در این مراسم اعمار سردخانه‌ها را نیاز اساسی کشور دانست و بر اهمیت سرمایه‌گذاری در این بخش تاکید کرد. وی از سرمایه‌گذاران خواست که با سرمایه‌گذاری در بخش زراعت و تولیدات داخلی، اقتصاد کشور را تقویت کنند.
داکتر نثار احمد رحیمی مسوول سردخانه، هدف از این پروژه را حمایت از دهقانان و باغداران عنوان کرد و گفت که با ساخت این سردخانه، محصولات دهقانان بدون فساد و تلف به بازار عرضه خواهند شد. وی سرمایه‌گذاران دیگر را نیز به توجه بیشتر به این بخش تشویق کرد.
همچنین حاجی میرویس حاجی زاده معاون اتاق زراعت و مالداری افغانستان در سخنرانی خود از اهمیت سرمایه‌گذاری در حمایت از دهقانان یاد کرد و همه اقشار جامعه را به همکاری در آبادانی کشور فراخواند.
این سردخانه به عنوان یک پروژه اقتصادی، از طرف مقامات محلی و مردم مورد تقدیر قرار گرفت و انتظار می‌رود نقش مهمی در حفظ و نگهداری محصولات کشاورزی و تقویت اقتصاد محلی ایفا کند.
در این مجلس مفتی ذاکرالله‌ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، مولوی طالب جان ذکی مشاور معینیت زراعت و مالداری، مفتی عبدالرحیم شاهد رئیس توسعه سکتور خصوصی وزارت زراعت به نماینده گی از وزارت زارعت اشتراک کرده بودند.
این سردخانه به همکاری تخنیکی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از سوی شرکت ریاض مدبر رحیمی احداث شده است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت