د کرنې وزارت د بودیجې لګولو او د پروژو د پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۳:۴۹
د کرنې وزارت د بودیجې لګولو او د پروژو د پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه

۲۱ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ د کرنې وزارت د روان کال د بودیجې د لګولو د څرنګوالي او د همدې کال د پروژو د پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه. په دې غونډه کې د بېلابېلو ادارو رییسانو حضور درلود او د هغو مهمو پروژو په اړه چې په ولایتونو کې پلي کېږي خبرې وشوې.
ددغو پروژو له ډلې کولای شو، چې د ملي پروګرامونو لکه د مالدارۍ پراختیا، د څارویو روغتیا، د سړو خونو جوړول او بیارغونه، د الوتونکو د صنعت وده، د اوبولګولو د تاسیساتو جوړول او بیارغول، د کرنیزو ماشینونو پېرل او د پستې او چهارمغزو د ځنګلونو بیا رغونې ته اشاره وکړ. همدارنګه د څړځایونو تنظیمول، د خاورې پېژندنې مطالعات، د کرنیزو ځمکو اصلاح، د کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو چمتو کول، د انجې بوټو ترویج او د غواګانو د فارمونو جوړول تر کار لاندي دي.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ټولو رییسانو ته لارښوونه وکړه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې دې، هغه پروژې پلي کړي، چې د کار زمینه یې زیاته او دوامداره وي او د لنډ مهاله پروژو له تطبیق څخه دې ډډه وکړي. 
په ورته وخت کې مالي او اداري مرستیال ټینګار وکړ چې ریاستونه باید ودانیزې پروژې په ټاکلي وخت او تر ژمي مخکې بشپړې کړي.
په دې غونډه کې په ټاکل شوي وخت کې د پروژو پر اغېزمن تطبیق ټینګار وشو، څو د هېواد کروندګرو او مالدارانو ته لا زیات خدمات وړاندې شي.

برگزاری جلسه ارزیابی مصرف بودجه و پیشرفت پروژه‌های وزارت زراعت
21 عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای برای ارزیابی نحوه مصرف بودجه و پیشرفت پروژه‌های امسال  در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی ملا آغاجان آخند، معین مالی و اداری این وزارت، برگزار شد. در این جلسه، رؤسای بخش‌های مختلف حضور داشتند و در مورد پروژه‌های مهمی که در ولایات تطبیق می‌شوند بحث شد.
از جمله این پروژه‌ها می‌توان به برنامه‌های ملی مانند انکشاف مالداری، صحت حیوانی، ساخت و ترمیم سردخانه‌ها، رشد صنعت طیور، اعمار و ترمیم تأسیسات آبیاری، خریداری ماشین‌آلات زراعتی، و احیای جنگلات پسته و چهارمغز اشاره کرد. همچنین، تنظیم علفچرها، مطالعات خاک‌شناسی، اصلاح زمین‌های زراعتی، تهیه تخم بذری و کود کیمیایی، ترویج نبات هنگ، و احداث فارم‌های گاو شیری در حال اجرا هستند.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در این جلسه به تمام روئسا هدایت داد که مطابق به حکم عالیقد امیرالمومنین حفظه الله  پروژهای را تطبیق نمایند که در آن اشتغال زایی بیشتر بود و همچنان پایدار باشد و از تطبیق پروژهای کوتاه مدت جلوگیری کنند.
در همین حال معین مالی و اداری تاکید کرد که ریاست ها پروژهای ساختمانی را در زمان تعین شده آن و پیش از زمستان تکمیل نمایند.
در این جلسه بر تطبیق مؤثر پروژه‌ها در زمان تعیین‌شده تأکید شد تا با بهینه‌سازی مصرف، خدمات بیشتری به دهقانان و مالداران کشور ارائه گردد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د ننګرهار د کرنې ریاست: دبهسودو په ولسوالی کې ٥٠ جریبه ځمکه د ازادې دوطلبۍ په ترڅ کې په اجاره ورکړل شوه


۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اجارو مدیریت له لورې د بهسودو ولسوالی خشکنبد سیمه کې ٥٠ جریبه ځمکه دګډ پلاوی په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۷
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترويج مديرانو په چپرهار، رودات او نازیان ولسواليو کې بڼوالو او بزګرانو ته په بڼونو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۰:۱۶
Background image

خوست کې د زنجبیل سیمه ییز ورایټۍ ازمایښتي کښت چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې

۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو لوی مدیریت له لوري، د جوارسل په څېړنیز فارم کې د زنجبیل. . .

بازگشت