کندهار کې د وړیو بازار د همغږۍ په موخه ۳۰ تنو سوداګرو ته ورکشاپ دائر شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۱:۲۸
کندهار کې د وړیو بازار د همغږۍ په موخه ۳۰ تنو سوداګرو ته ورکشاپ دائر شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د (ډي. اې. آی) سازمان په مالي او د (ډي. سي. ای) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د مالدارۍ آمریت تر څارنې لاندې، کندهار کې ۳۰ تنو د وړیو سوداګرو ته ورکشاپ دائر شو. 
په دې ورکشاپ کې د کندهار ترڅنګ د یوشمېر نورو ولایتونو سوداګرو هم ګډون کړی و، چې ګډونوالو د وړیو په بازار او بازار موندنې کې شته ستونزې او ننګونې شریکې کړې. دوی خپلې اړینې او اغېزمنې تجربې هم تبادله کړې، څو په دې اړه اړینې پرېکړې وشي. 
د یاد ورکشاپ موخه، د وطني وړیو بازار موندنې  زیاتول او شته ستونزو حل کول، دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د میدان وردګو جلریز ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دمیدان وردګو ولایت دجلریز ولسوالی دبېلابېلو حوزو بزګرانو ته دجلریز ولسوالی دکرنیزو خدمتونو لوی مدیریت دمسؤلو کارمندانو له خوا روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

بلخ کې د قدرتي ځنګلونو د بیا رغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، دقدرتي ځنګلونو د بیا رغونې او ودې پروژه د نهرشاهي ولسوالی اړوند د سلطان بابا علي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه دایره شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو، د بورد غړو او د. . .

بازگشت