څلورو کورنیو شرکتونو ته اسلامي مالي ملاتړ منظور شو 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۹:۳۸
څلورو کورنیو شرکتونو ته اسلامي مالي ملاتړ منظور شو 

د کرنیزې پرمختیایي وجهي صندوق مالي کمېټې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ غونډه کې څلورو کورنیو شرکتونو ته د اسلامي مالي ملاتړ منظوري ورکړه. 
دغه غونډه د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالقدیر احمد، د مالیې وزارت د ملي زېرمو رییس نصرت الله محمود، د کرنیزې پرمختیایي صندوق لوی رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او د اړوندو برخو رییسانو په حضور کې د یاد صندوق په دفتر کې ترسره شوه.
په پیل کې د صندوق مسوولینو د څلورو هغو کورنیو شرکتونو، چې د خپلې سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د اسلامي تمویل په توګه د مرابحې بیعې غوښتنه کړې وه، د کار او فعالیت په اړه خپله د ارزونو پایله کمېټې ته وړاندې کړه،. چې پرې تر بحث او خبرو وروسته، دغو شرکتونو ته د اسلامي مالي ملاتړ منظوري ورکړل شوه.
په اوس وخت کې یاد کورني شرکتونه د پنبو تولید، پروسس او صادراتو، د چرګانو روزنې او د چرګانو غوښې تولید، د کیمیاوي سرې وارداتو او په هېواد کې دننه د اوړو د تولید او پروسس برخو کې فعالیت کوي، او کاري کیفیت یې هم لوړ دی.
همدارنګه په دې ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د هېواد بزګرانو ته د لا اغېزمنو او زیاتو خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

برای چهار شرکت داخلی تمویل مالی اسلامی تصویب گردید
کمیتۀ مالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی، تحت ریاست مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت طی جلسه‌ای به چهار شرکت داخلی تمویل مالی اسلامی تصویب کرد.
این جلسه با حضور عبدالقدیر احمد معین مالی وزارت مالیه، نصرت الله محمود رئیس خزاین ملی وزارت مالیه، انجنیر عبدالغفور غفاری رئیس عمومی و روئسای بخش‌های ذیربط صندوق وجهی انکشاف زراعتی در دفتر صندوق مذکوربرگزار شده بود. 
در ابتدٲ مسٶلان صندوق نتیجۀ ارزیابی‌های شان را  در رابطه به نحوۀ کار و فعالیت چهار شرکت داخلی، که جهت توسعۀ کار و بار شان درخواست تمویل اسلامی را طور بیع مرابحه نموده بودند، به کمیته ارائه نمودند. که بعد از یک سلسله جر و بحث و تبادل نظر، برای شرکت‌های‌ مورد نظر، تمویل اسلامی تصویب گردید.
در حال حاضر شرکت‌های داخلی مذکور در بخش های، تولید، پروسس و صادرات پنبه، مرغ پروری و تولید گوشت مرغ، تورید کودهای کیمیاوی و تولید و پروسس آرد در داخل کشور فعالیت داشته و از ارائۀ کیفیت کاری بلندی نیز برخوردار اند.
همچنان در این نشست مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بر ارائۀ خدمات مٶثر و بیشتر برای زارعین کشور تٲکید نمود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت