د کرنې او مالدارۍ مرستیال د امیرالمؤمنین د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څار له مسوولینو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۹
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د امیرالمؤمنین د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څار له مسوولینو سره وکتل

۲۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په خپل دفتر کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څار لوی ریاست د بېلابېلو سکتورونو له رییسانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو او احکامو د پلي کېدو څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشوې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې لیدنه کې ډاډ ورکړ، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ټول احکام او فرمانونه په وزارت کې په بشپړ ډول پلي شوي دي.
په دې لیدنه کې د روغتیا سکتور رییس مولوي عبدالرشید قادري، د اقتصاد سکتور رییس مولوي محمد نعمان ابوطیب، د حج او اوقافو رییس مولوي محمد نعیم غزنوي او د کرنې سکتور رییس مولوي عبدالجلیل هجرت حضور درلود.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان تعقیب و نظارت از احکام و فرامین امیرالمومین 
۲۹ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در دفتر کارش با روئسای سکتور های مختلف ریاست عمومی نظارت از احکام و فرامین عالیقدر امیر المومین حفظه الله تعالی دیدار کرد.
در این دیدار پیرامون چگونگی تطبیق فرامین و احکام عالیقدر امیر المومین حفظه الله تعالی در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
معین زراعت و مالداری در این دیدار از تطبیق کامل فرامین و احکام عالیقدر امیر المومین حفظه الله تعالی در وزارت زراعت اطمینان داد.
در این دیدار مولوی عبدالرشید قادری رییس سکتور صحت، مولوی محمد نعمان ابوطیب رییس سکتور اقتصاد، مولوی محمد نعیم غزنوی ریس حج اوقاف و مولوی عبدالجلیل هجرت رییس سکتور زراعت  حضور داشت.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

نورستان کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت مرکز پارون اړوند د ډیوه کلي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۷
Background image

ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې پیلېږي. د معلوماتو له مخې، پر دغه پروژه شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې چې د ۷۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

د پکتیکا ګومل کې ۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «هیلټو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي». . .

بازگشت