ننګرهار کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ توکو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۲۶
ننګرهار کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ توکو مرسته وشوه

۲۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو سره دمبارزې دفتر په مالي لګښت ۱۵۱ بڼوالو سره دبڼوالۍ توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل د ډاکار مؤسسې له لورې په رودات، سره رود، خوږیاڼو او شیرزاد ولسوالیو کې ۱۵۱ بڼوالو ته ۹ قلمه د بڼوالۍ وسایل ورکړل شو.
ښاغلي محسن وویل هر بڼوال ته دوه تختي سولري، سمرسیبل، درمل شیندلو پمپ، بیلچه، پایپ پریکونکي (کټر)، پائیپ رینچ، پیچکش، پلاس او ګازډبه ورکړل شوي.
نوموړې وویل دوه ځلي وړاندې هم یادو بڼوالو ته د بڼوالۍ وسایل، کیمیاوی سرې او درمل هم ورکړل شوي وو.
دغه راز یادو بڼوالو ته ۴۲۵ جریبه ځمکه کې د ستروسو سوداګریز بڼونه کرل شوي او ددې لپاره د څاڅکو اوبخور سیستمونه هم لګول شوي.
ددې مرستې موخه د بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس په کندهار کې د څېړنیزو فارمونو چارې وارزولې؛ د اغېزمنو څېړنو او علمي نوښتونو پر دوام یې ټینګار وکړ

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس، مولوي نصرت‌الله طلحه، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کوهکران،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۲
Background image

د کندهار په باغ‌پُل سیمه کې د نږدې ۷۰ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو او امو د انتقال مخه ونیول شوه

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې اړوند باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۴۲
Background image

ننګرهار کې د جوارو ننداریزو کروندو جوړولو په‌پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا د ننګرهار ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې د ۳۰ ننداریزو کروندو لپاره د جوارو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې. . .

بازگشت