هلمند کې د چرګانو روزنې ټولنې د چارواکو ستونزې واورېدل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۶
هلمند کې د چرګانو روزنې ټولنې د چارواکو ستونزې واورېدل شوې

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند دمالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ددې ولایت د چرګانو ټولنې د مسؤلینو ستونزې واورېدې.
د یادې ټولنې غړو هلمند کې د خپلو تولیداتو د پلور په برخه کې د یوه منظم مارکېت او بازار موندنې غوښتنه وکړه ترڅو محصولات یې په اسانۍ سره بازار ته وړاندې او پېر-پلور ته یې زمینه برابره شي.
 هغوی همدارنګه د نورو هېوادونو د بې کیفیته محصولاتو د وارداتو د مخنیوی په اړه د اقداماتو ترسره کولو یادونه وکړه او وې ویل چې دوی کولی شي په ښه کیفیت ددې ولایت د خلکو د تقاضاء مطابق ورته د اړتیا وړ خدمات وړاندې کړي.
راغلیو کسانو همدارنګه د چرګانو فارم لرونکو سره په بېلابېلو برخو کې د اړینو مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو په ګڼو برخو کې یې یو لړ ستونزې حل کړل شي.
د یادې ټولنې د راغلو استازو ستونزې او غوښتنې د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت له لوري واورېدل شوې او له خپله اړخه یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي هدایت ووی،ل چې هڅه وکړئ ترڅو خپلو تولیداتو ته د کیفیت او کمیت له مخې وده او پراختیا ورکړئ، ترڅو دا ولایت د چرګانو د غوښو له پلوه په بشپړ ډول پر ځان بسیاشي.
د مالدارئ او حیواني روغتیا آمر نوموړو کسانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او غوښتتې به یې د کرنې ریاست مقام سره شریکې او په اړه به یې لازم اقدام ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ریشخور لبنیاتو فابریکې د چارو د پرمختګ څارنه وکړه

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ضمیر عثماني، د کابل په ریشخور کې د لبنیاتو فابریکې د تجهیزاتو د نصبولو. . .

بازگشت