لوګر کې د غنمو کروندو او حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۴:۳۶
لوګر کې د غنمو کروندو او حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

۹ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې پر ۲۴ زره او ۱۱ هکتاره ځمکه باندې اوبیز او للمي غنم کرل شوي دي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید وویل؛ چې روان ١٤٠٣کال، په دې ولایت کې ټول ټال پر۲۴ زره او ۱۱ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي، چې ۱۰۱۱ هکتاره یې للمي غنم دي.
نوموړي زیاتوي، چې د لومړینو مالوماتو او وړاندوینو له مخې له کرل شویو ځمکو څخه به ۶۹ زره او ۱۳۲ متریک ټنه حاصلات ترلاسه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې هم په لوګر ولایت کې پر۲۲ زره او ۴۰۰ هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي و، چې څه باندې ۶۶ زره او ۶۴۰ متریک ټنه غنم ورڅخه لاسته راغلي و.
د لوګر دکرنې ریاست ددې ولایت پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش ترڅنګ له دوی سره نغدې مرستې او ترڅنګ یې د همکارو مؤسسو او په خپله دکرنې ریاست مسلکي کارکووکو په مرسته د کروندو د ناروغیو مخنیوی، تشخیص، درملنې او له کرکیلې تر حاصل ټولو پورې په ټولو برخو کې بزګرانو ته لازمې لارښوونې کړي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
Background image

د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۱
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو. . .

بازگشت