د شنو خونو او سړو خونو په جوړولو کې د مرستو د جلبولو او کارولو لپاره د میکانیزم د چمتو کولو په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۹:۴۳
د شنو خونو او سړو خونو په جوړولو کې د مرستو د جلبولو او کارولو لپاره د میکانیزم د چمتو کولو په موخه غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ او د کرنې سکتور د رییسانو او متخصصینو په ګډون د شنو خونو او سړو خونو په جوړولو کې د بهرنیو بنسټونو او ادارو د مرستو د جلبولو او کارولو لپاره د میکانیزم د چمتو کولو په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال حاضرینو ته وویل، چې د اسلامي سوکالۍ مؤسسې او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (اوچا) په ګډون یو شمېر بهرنیو مرستندویه موسسو او بنسټونو د شنوخونو او سړوخونو جوړولو  لپاره مالي مرستو ته چمتووالی ښودلی دی. اړتیا ده، چې په دې برخه کې طرحه جوړه او د لګولو لارې چارې یې تنظیم او په راتلونکو غونډو کې پرې بحث وشي.
د غونډې په ترڅ کې رییسانو او کارپوهانو خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او د دې طرحې جوړولو لپاره یوه کمېټه وټاکل شوه.

نشستی جهت تهیه میکانیزم جذب و مصرف کمک‌‌ها در بخش ساخت سبزخانه‌ها و سردخانه‌ها برگزار شد
جلسه‌ای تحت سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اشتراک روساء و متخصصان سکتور زراعت پیرامون تهیه میکانیزم جذب و مصرف کمک‌ نهادها و سازمان‌های خارجی در بخش ساخت سبزخانه‌ها و سردخانه‌ها برگزار شد.
در این نشست معین زراعت و مالداری به حاضران گفت که چندین سازمان و نهاد کمک کننده خارجی از جمله موسسه رفاه اسلامیو دفتر هماهنگ کننده امور بشردوستانه سازمان ملل متحد (اوچا) آماده‌گی خویش را جهت کمک مالی برای ساخت سردخانه‌ها و سبزخانه‌ها اعلان داشته و نیاز است که در این مورد طرحی تهیه شود تا روش مصرف آن تنظیم گردد و در نشست‌های بعدی روی آن گپ زده شود.
در جریان جلسه روساء و متخصصان حاضر  نظریات  و پیشنهادات خویش را ارائه نموده و کمیته‌‌ای موظف گردید تا روی تهیه طرح آن کار  نماید.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۲:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې له وزیر سره وکتل

٧ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش

٧ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د روسیې هېواد مسکو ښار ته. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۲:۱۵
Background image

د کرنې وزارت لخوا د افغانستان برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د افغانستان برېښنا شرکت د مالي رييس مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

پکتیکا کې د ځنګلونو د بیا رغونې په پار د چهارمغزو او سرسبزۍ پروژه عملي کېږي


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت لپاره د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه د. . .

بازگشت