کندهار کې لسګونو بې وزله، یتیمو او کونډو کورنیو سره مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۱:۱۶
کندهار کې لسګونو بې وزله، یتیمو او کونډو کورنیو سره مرسته وشوه

۲۸ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې (ډي.سي.اې)په مالي همکار،  پر ۸۸ بېوزلو او بې سرپرستو، کونډو مېرمنو او یتیمانو دشیدو وزې او اړونده توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په وېش غونډه کې د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمود مظلوم، د اقتصاد رییس عبدالسلام بریالی، د عدلیې رییس مولوی فضل الحق شاکر، د کندهار ښاروال الحاج نعمت الله حسن، د ښارجوړونې رییس مولوی عبدالمتین عاشق، د کندهار دکرنې ریاست د څارویو روغتیا آمر الحاج محمد حامد د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې (ډي.سي.اې) استازو او  له دغو مرستو څخه برخمن شوي کسان ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې  کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلو په خپلو خبرو کې له ټولو همکارو مؤسسو څخه مننه وکړه، چې د کندهار دکرنې ریاست سره په همغږۍ په بېلابېلو برخو کې خلکو سره مرستې او همکارۍ کوي.
ښاغلی مظلوم وویل، چې ددې مرستې په لړکې د کندهار په پنجوایي، دامان او ډنډ ولسوالیو کې پر ۸۸ کورنیو پر هرې کورنۍ دوه وزې، ۵۰ کیلوګرامه د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې (ډي.سي.اې) مسوول د کندهار دکرنې ریاست له چارواکو څخه مننه وکړه، چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له دوی سره همکاري کوي، چې په ترڅ کې یې ددوی پروژې په سمه توګه پلي کېږي. هغه دغه راز په راتلونکې کې د نورو پروژو د پلي کولو خبر هم ورکړ، چې دسروې چارې به یې ډېر ژر پیل شي.. 
باید وویل شي، چې د نوموړو کورنیو د تثبیت، انتخاب او توزیع چارې د ګډې کمیټې لخوا په شفاف ډول ترسره شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت