د ترانسپورت او هوايي چلند له مرستیالانو سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۰:۱۰
د ترانسپورت او هوايي چلند له مرستیالانو سره د کرنې وزیر لیدنه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ترانسپورت او هوايي چلند د مالي او اداري مرستیال حافظ انجنیر صدیق الله عابد او د جادې  د ترانسپورت مرستیال مولوي عبدالسلام حیدري سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د ترانسپورت وزارت مسوولینو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کوچنیو او لویو موټرو د تم ځایونو د جوړولو طرحه د کرنې له وزیر سره شریک کړل او د تم ځایونو جوړولو په پار د اړتیا وړ ځمکې په برابرولو کې یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ترانسپورت وزارت مرستیالانو ته د کرنې وزارت له لوري د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل، هغه ځایونه چې دوی غواړي په کې دموټرو تم ځایونه جوړ کړي مشخص کړي، ترڅو دا ثابته شي، چې ځمکه شخصي ملکیت او یا امارت ده، له دې وروسته به د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له لارښوونې سره سم د کرنې وزارت له لوري لازمې کړنې ترسره شي.

دیدار وزیر زراعت با معینان وزارت ترانسپورت و هوانوردی 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با حافظ انجنیر صدیق الله عابد معین مالی و اداری و مولوی عبدالسلام حیدری معین ترانسپورت جاده وزارت ترانسپورت و هوانوردی ملکی دیدار کرد.
در این دیدار مسوولان وزارت ترانسپورت طرح شان را مبنی بر ساخت ایستگاه‌ها برای موتر‌های کوچک و بزرگ در ولایت‌های مختلف کشور با وزیر زراعت شریک ساخته و خواستار همکاری وزارت زراعت در فراهم سازی زمین مورد نیاز برای ایستگاه شدند.
در همین حال مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری اطمینان همکاری همه جانبه را از سوی وزارت زراعت برای معینان وزارت ترانسپورت سپرده و از آنها خواست که مکان‌های که می‌خواهند در آن ایستگاه بسازند را مشخص نمایند تا تثبیت گردد که آن زمین آن مکان شخصی است و یا امارتی و پس از آن اقدامات لازم مطابق به هدایت رهبری امارت اسلامی افغانستان از سوی وزارت زراعت انجام شود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۹
Background image

دلغمان دولت شاه ولسوالی دګډیالې ځنګل کې لګېدلی اور مهار شو

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ یو ګډ پلاوی د دولت‌شاه ولسوالی د ګډیالې ځنګل ته د اور د مهارولو لپاره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې نږدې ۱۷ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د رېګستان او دامان په. . .

بازگشت