اروزګان کې پر درې زره بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو  وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۰:۲۵
اروزګان کې پر درې زره بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو  وېش لړۍ پیل شو

۳  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د  اروزګان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د «او.اچ.ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر درې زره مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددغو مرستو د وېش لړۍ په پيل غونډه کې د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو، د یادې مؤسسې ولایتي مسوول او یوشمېر نور چارواکو ګډون کړی وو.
د اروزګان ولایت دکرنې ریاست چارواکو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال پروګرام له مرستو د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل، تر څو بزګرانو ته په دغه ولایت کې د مرستو لمن وغځوی، ترڅو د لیرې پرتو ولسوالیو بزګران هم ترې برخمن شي. 
د چارواکو په خبره دغنمو یاید اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د اروزګان ولایت د خاص اروزګان، ګیزاب او چهارچینو ولسوالیو پر درې زره بزګرانو وېشل کېږي، چې په ترڅ کې یې په هر ولسوالۍ کې پر زرو بزګرانو پر هر بزګر ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو  توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره وېشل کېږي. 
باید وویل شی یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی،په یادو مرستو کې 
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت