د لوړو زده کړو وزارت مرستیال د خزاني کرنیزو محصولاتو له نندارتون څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۰:۵۳
د لوړو زده کړو وزارت مرستیال د خراني کرنیزو محصولاتو له نندارتون څخه لیدنه وکړه

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت مرستیال مولوي لطف الله خیرخواه د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو  له نهه ویشتم نندارتون څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي خیرخواه د دې لیدنې پر مهال د دغه ډول نندارتونونو جوړول د هېواد د اقتصاد په لوړولو کې اغېزمن وګڼل او د دغه نندارتون د تنظیم کوونکو د کارونو ستاینه یې وکړه.
غرفه لرونکو د لوړو زده کړو مرستیال ته د خپلو تولیداتو په اړه  معلومات ورکړل.
دغه نندارتون د کابل د بادام باغ په څېړنيز فارم کې د تلې له ۲۶مې تر ۲۹مې نېټې د څلورو ورځو لپاره په لاره اچول شوی دی.
ددې لیدنې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت له مرستیال سره د کابل پوهنتون رییس ډاکټر اسامه عزیر او د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین ملتیا کوله.

بازدید  معین وزارت تحصیلات عالی از نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی 
۲۹ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی لطف الله خیرخواه معین وزارت تحصیلات عالی امارت اسلامی افغانستان از  بیست و نهمین نمایشگاه محصولات زراعتی و تولیدات داخلی برگزار شده توسط وزارت زراعت بازدید کرد.
 در جریان این بازدید  آقای خیرخواه برگزاری چنین نمایشگاه‌ها را در بلند بردن اقتصاد کشور موثر دانسته  و از کارکرد برگزار کننده گان این نمایشگاه تقدیر نمود. 
غرفه داران در مورد محصولات شان به معین تحصیلات معلومات دادند.
 این نمایشگاه برای چهار روز از ۲۶ الی ۲۹ میزان  در فارم تحقیقاتی بادام باغ کابل راه اندازی شده است.
در جریان این بازدید معین وزارت تحصیلات عالی را داکتر اسامه عزیر رئیس پوهنتون کابل و مولوی مصباح الدین مسعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت همراهی می‌کردند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت