ننګرهار کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۰:۱۸
ننګرهار کې یوشمېر بزګران وروزل شول

د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالی حکیم اباد کلي کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې له لورې ۳۰ تنو بزګرانو ته د غنمو د کښت او دبزګرانو د ستونزو د حل په پار روزنه ورکړل شوه.
د خوګیاڼو ولسوالی د عشر او زکات مسوول قاري انس وویل، چې د اسلامیک ریلیف مؤسسي له لورې ۳۰ تنو بزګرانو ته د غنمو د غوره نوعو انتخابولو، کښت، ځمکې اماده کولو، اوبولګولو، هرزه وښو مخنیوي او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو په برخه کې روزنه ورکړل شوه.  
دغه راز اسلامیک ریلیف مؤسسه په خوګیاڼو ولسوالی کې له ۷۰۰ تنو  بزګرانو سره د اصلاح شويو تخمونو، کیمیاوي سرو، د بزګرۍ وسایلواو ګڼو نورو برخو کې مرستې کوي؛  ترڅو بزګران پرځان بسیا او د نورو له احتیاجه خلاص شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت