د بغلان له والي سره د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۳:۲۶
د بغلان له والي سره د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

٢۷ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین او د کرنې وزارت د کرنیزو چارو سلاکار میرویس خوګیاڼي په مشرۍ د کرنې وزارت پلاوي بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل. 
په دې کتنه کې، چې د بغلان د کرنې رییس قاری محراب الدین بلال هم ګډون درلود، د پلاوي غړو د بغلان له والي سره دکرنې سکټور د لومړیتوبونو د عملي کولو په موخه د ولسوالانو او د سیمه ییزو ادارو د کارکوونکو د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې د هغه د پاملرنې غوښتونکي شول.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او د کرنې وزارت وياند مولوي مصباح الدين مستعین د بغلان له والي څخه وغوښتل، چې د دغه ولايت د ولسوالانو، د ولسواليو امنيه قوماندانانو او د کرنې رياست د کارکوونکو په شتون کې دې په ګډه غونډه جوړه او سپارښتنه دې وکړي، چې د فعالیتونو په عملي کولو کې هراړخیزه همکارۍ وکړي:«له تاسو څخه غواړو چې د کرنې وزارت په ټولو پروګرامونو کې په ځانګړې توګه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د پلاستيکي بوجیو کارولو بندیز په برخه کې د کرنې ادارې کارکوونکو سره همکاري وکړئ، ځکه چې د پنبې راټولولو په وخت کې د پلاستیکي بوجیو کارول پنبه ته زیان رسوي او د هغې قیمت هم اغیزمن کوي، په همدې موخه د کرنې وزارت د دغو بوجیو کارول منع کړي دي او د نخي بوجیو د کارولو اجازه یې ورکړې ده.»
په همدې حال کې د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د کرنې وزارت د پلانونو هرکلۍ وکړ او ډاډ يې ورکړ چې د بغلان د کرنې رياست د فعاليتونو په تطبيق کې به هر اړخيزه همکاري وکړي او د يوې غونډې په ترڅ کې به سيمه ييزو مسوولينو ته په دې برخه کې د جدي کارکولو لارښوونه وکړي.

دیدار هیئت وزارت زراعت با والی بغلان
۲۶ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئت اعزامی وزارت زراعت به سرپرستی مولوی مصباح‌الدین‌مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی‌عامه و میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت در جریان سفر به ولایت بغلان با مولوی عبدالرحمان حقانی والی بغلان دیدار کرد.
در این ملاقات که قاری محراب الدین بلال رییس زراعت بغلان نیز حضور داشت  اعضای هیئت پیرامون همکاری ولسوالان و کارمندان ادارات محلی در راستای تطبیق اولیت‌های این سکتور با والی بغلان صحبت نموده و خواستار توجه ایشان شدند.
مولوی مصباح‌الدین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت از والی بغلان خواست جلسه مشترکی  را با  حضور ولسوالان، قوماندانان امنیه ولسوالی‌ها و کارمندان اداره زراعت دایر نموده و هدایت دهند تا در عملی سازی فعالیت همکاری همه جانبه نمایند" از شما می‌خواهیم در همه برنامه‌های  وزارت زراعت، به خصوص کمیته جلوگیری از غصب زمین و منع استفاده از بوری‌های پلاستیکی کارمندان زراعت را همکاری کنید، چون استفاده از بوری پلاستیکی هنگام جمع‌آوری پنبه، برای پنبه آسیب می‌رساند و همین گونه در قیمت آن نیز تاثیر می‌گذارد، چون وزارت زراعت استفاده از این بوری‌ها را منع و استفاده بوری‌های نخی را مجاز دانسته‌است".
در عین حال  مولوی عبدالرحمان حقانی والی بغلان از برنامه های وزارت زراعت استقبال کرده و اطمینان داد که در عملی‌سازی فعالیت‌های اداره زراعت بغلان همکاری همه جانب می‌نمایند و  به مسوولان محلی نیز طی نشستی هدایت می‌هد که به گونه جدی کار نمایند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت