دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال له ننګرهار مېشتو کوچیانو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۹:۱۴
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال له ننګرهار مېشتو کوچیانو سره وکتل

د ننګرهار ولایت په لسګونو کوچیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي څخه د تود هرکلي په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړل.
دغه غونډه چې د جلال اباد ښار په غلام خان سیمه کې جوړه شوې وه، په کې د کوچیانو یوشمېر مشرانو خبرې وکړې او ویې ویل، چې امارت په ټول افغانستان کې پراخ او پیاوړی نظام دی او د پیاوړتیا لپاره یې کار کوي.
په دې غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو لوی رییس مولوي ګلزرین، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کورنیو مهاجرینو او راستنیدونکو چارو عمومي رییس مولوي سردار شیرزاد او د کوچیانو قومي مشرانو ګډون کړی وو.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت  با باشنده گان کوچی در ولایت ننگرهار
ده‌ها تن از باشنده گان  کوچی در ولایت ننگرهار طی گرد هم‌آیی با استقبال گرم از مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری حمایت شان را از امارت اسلامی افغانستان اعلان کردند.
این گردهم‌آیی ‌در منطقه غلام‌خان شهر جلال‌آباد صورت گرفت و چند تن از بزرگان مردم کوچی صحبت نموده و اعلان کردند که امارت نظام سرتاسری و قوی در تمام افغانستان و برای استحکام آن کار می‌کنند.
در مجلس مولوی گلزرین رئیس عمومی کوچی‌های وزارت سرحدات اقوام و قبایل، مولوی سردار شیرزاد رئیس عمومی مهاجران و عودت کننده‌گان داخلی وزارت مهاجرین و عودت کننده‌گان و بزرگان مردم کوچی حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

بازگشت