د کرنې او مالدارۍ مرستیال د اکټید مؤسسې له مشرې سره وکتل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۷:۵۰
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د اکټید مؤسسې له مشرې سره وکتل


۷ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني، د کلیو د دوامدارې پراختیا مؤسسې (اکټیډ) له عمومي مشرې لوسین فیبل او د دغه مؤسسې له یو شمېر چارواکو سره د کرنې په وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د پروژو په پلي کولو کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «کله چې تاسو یوه پروژه پلي کوئ، باید له وزارت سره په همغږۍ د مخکې څخه د ټاکل شوي پلان له مخې ترسره شي او په بنسټیز ډول پلي شي چې بزګرانو او خلکو ته ګټه ورسوي.»
د کلیو د دوامدارې پراختیا د مؤسسې مشرې مېرمن لوسین فیبیل د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه؛ «د کلیو د دوامدارې پراختیا پروژه (اکټیډ) د ناروې په مالي مرسته په بېلابېلو برخو کې ترسره کیږي، چې 3.5 میلیونه ډالر یې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې فعالیتونو لپاره ځانګړي شوي دي.»
مېرمن فیبل د افغانستان د کرنې په سکتور کې د خپلو فعالیتونو د دوام په اړه وویل: «موږ په افغانستان کې د طبیعي زېرمو، د اوبو د مدیریت، بدیل معیشت او د کرنې، مالدارۍ او بڼالۍ په برخه کې د وسایلو د وېش له لارې د بزګرانو د ملاتړ په برخو کې په دوامداره توګه فعالیت کوو.»
د اقلیم د بدلون د اغېزو د کمولو په برخو کې کار کول، طبیعي زېرمې ( څړځایونه او ځنګلونه)، د ټولنو جوړول، د قوریو جوړول، د اوبو مدیریت، د څارویو د واکسین کمپاین او د کرنیزو نندارتونونو جوړول د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د دې ادارې له نورو فعالیتونو څخه دي.

دیدار معین زراعت و مالداری با رییس موسسه اکتید
۷ سنبله ۱۴۰۲  هـ. ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با لوسین فیبل (Lucine febel) رییس عمومی موسسه انکشاف پایدار روستاها  (Acted)  و شماری از مسوولین این موسسه در وزارت زراعت دیدار کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این دیدار بر تطبیق پروژه‌ها بر مبنای شفافیت تاکید کرده گفت:" زمانی‌که شما یک پروژه را تطبیق می‌کنید بر اساس پلان از پیش تعین شده در هماهنگی وزارت زراعت باشد و به شکل بنیادی تطبیق شود که به نفع دهاقین و مردم باشد".
خانم لوسین فیبل رییس عمومی موسسه انکشاف پایدار روستاها پیرامون فعالیت های شان به معین زارعت و مالداری معلومات اراییه کرده  افزود"پروژه انکشاف پایدار روستاها (Acted) به حمایت مالی کشور ناروی در بخش‌های مختلف که 3.5 میلیون دالر آن ویژه زراعت، مالداری و باغداری می‌باشد فعالیت دارد".
خانم فیبل از ادامه فعالیت های شان در بخش زراعت  افغانستان سخن زده افزود:" ما در افغانستان به‌شکل دوامدار در بخش‌های منابع طبیعی، مدیریت آب‌ها، بدیل معیشت و حمایت دهاقین از طریق توزیع وسایل در بخش زراعت، مالداری و باغداری فعالیت می‌نماییم".
 کار در بخش های کاهش تاثیرات تغیرات اقلیم، منابع طبیعی (علفچرها و جنگلات) ایجاد انجمن‌ها، قوریه جات، مدیریت آب، کمپاین‌های واکسین مواشی و برگزاری نمایشگاه‌های زراعتی از فعالیت‌های دیگر این موسسه در چهار ولایت افغانستان می‌باشد .

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت