کونړ کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د کټارقلا کانال د سربند جوړولو چارې پیل شوې
۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کونړ ولایت په وټهپور ولسوالی کې د کټارقلا کانال د اوبو سربند جوړولو چارې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې، چې په بشپړېدو سره به یې ۳۵۵ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او نږدې ۴۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي. همدارنګه، د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال به د سیمې سلګونو اوسېدونکو ته لنډمهاله کاري فرصتونه برابر شي.
د کونړ ولایت مقام په هڅو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کټارقلا کانال د سربند جوړولو پروژې د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه. په دغو مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د انجینرۍ او اوبو رسولو رییس مولوي زینالدین حسام د ولایت مقام استازي مولوي عصمتالله عندلیب، د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي سرچینو آمر عبدالواسع احساس، تخنیکي مشاور، د پلان عمومي مدیر، د ځنګلونو د تنظیم عمومي مدیر، د وټهپور ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو عمومي مدیر او یو شمېر نورو مسلکي او تخنیکي استازو ګډون کړی و.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د انجینرۍ او اوبو رسولو رییس مولوي زینالدین حسام وویل، چې د دې پروژې په چوکاټ کې به د کانال لپاره ۲۷ متره سربند، یوې خوا ته ۷۰ متره او بلې خوا ته ۵۵ متره استنادي دېوالونه او د کانال په مسیر کې ۵۵ متره نور دېوالونه جوړ شي. د نوموړي په وینا، ټاکل شوې چې د پروژې چارې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
د ولایت مقام استازي مولوي عصمتالله عندلیب او تخنیکي مشاور سید حفیظالله سیدی هم په خپلو خبرو کې وویل، چې د خلکو او سیمهییزو ټولنو مهمې اړتیاوې له اړوندو وزارتونو او مرستندویه مؤسسو سره شریکې شوې دي او هڅې روانې دي، چې په بېلابېلو برخو کې نورې ګټورې پراختیایي پروژې هم پلې شي.
د سیمې اوسېدونکو د کونړ له ولایتي ادارې او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څخه د دې پروژې د پیل له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې د یاد کانال سربند زیانمن شوی و او د بیارغونې چارې یې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د اوبو د منظم مدیریت لپاره مهمې دي.
د اوبو د سرچینو مدیریت، د ویجاړو شویو سربندونو بیارغونه او کرنیزو ځمکو ته د اوبو د لاسرسي برابرول د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره مهم دي. د کټارقلا کانال د سربند جوړولو پروژه به د بشپړېدو په صورت کې د وټهپور ولسوالی د کرنیزو ځمکو په خړوبولو، د نږدې ۴۰۰ کورنیو د ملاتړ او د سیمې د کرنې په پیاوړتیا کې ونډه ولري.
آغاز کار ساخت سربند کانال کټارقلا در کنر با هزینه ۲.۹ میلیون افغانی
۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
کار ساخت سربند کانال کټارقلا در ولسوالی وټهپور ولایت کنر، از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با هزینه ۲.۹ میلیون افغانی آغاز شده است. با تکمیل این پروژه، ۳۵۵ جریب زمین زراعتی آبیاری شده و نزدیک به ۴۰۰ خانواده از آن مستفید خواهند شد. همچنان، در جریان تطبیق این پروژه، برای صدها تن از باشندگان محل فرصتهای کاری کوتاهمدت فراهم خواهد شد.
سنگ تهداب پروژه ساخت سربند کانال کټارقلا، با تلاشهای مقام ولایت کنر و از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، طی مراسمی گذاشته شد. در این مراسم، مولوی زینالدین حسام، رئیس انجنیری و آبرسانی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی عصمتالله عندلیب، نماینده مقام ولایت، عبدالواسع احساس آمر منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کنر، مشاور تخنیکی، مدیر عمومی پلان، مدیر عمومی تنظیم جنگلات، مدیر عمومی خدمات زراعتی ولسوالی وټهپور و شماری از نمایندگان مسلکی و تخنیکی حضور داشتند.
مولوی زینالدین حسام، رئیس انجنیری و آبرسانی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، گفت که در چارچوب این پروژه، یک سربند به طول ۲۷ متر، دیوارهای استنادی به طول ۷۰ متر در یک سمت و ۵۵ متر در سمت دیگر و همچنان ۵۵ متر دیوار دیگر در مسیر کانال ساخته خواهد شد. به گفته وی، قرار است کار این پروژه در مدت سه ماه تکمیل شود.
مولوی عصمتالله عندلیب، نماینده مقام ولایت، و سید حفیظالله سیدی، مشاور تخنیکی، نیز در سخنانشان گفتند که نیازمندیهای مهم مردم و جوامع محلی با وزارتهای مربوطه و مؤسسات کمکرسان شریک ساخته شده و تلاشها برای تطبیق پروژههای انکشافی مفید در بخشهای مختلف ادامه دارد.
باشندگان محل از اداره ولایتی کنر و وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بهخاطر آغاز این پروژه قدردانی کرده و گفتند که سربند کانال یادشده آسیب دیده بود و بازسازی آن برای آبیاری زمینهای زراعتی و مدیریت منظم آب اهمیت زیادی دارد.
مدیریت منابع آبی، بازسازی سربندهای تخریبشده و فراهمسازی دسترسی زمینهای زراعتی به آب، از عوامل مهم افزایش تولیدات زراعتی و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان به شمار میرود. پروژه ساخت سربند کانال کټارقلا پس از تکمیل، در آبیاری زمینهای زراعتی ولسوالی وټهپور، حمایت از نزدیک به ۴۰۰ خانواده و تقویت زراعت در این منطقه نقش مهمی ایفا خواهد کرد.
