کونړ کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۱۲:۳۵
کونړ کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

١٥ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 دکونړ د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب سوو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون اړوند، د تخنیکي پلاوی رييس په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
یادې کمیټې د معمول سره سم دکونړ د کرنې ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه، په ناسته کې د خلکو د عریضو دموضوعاتو څېړنه او ارزونه ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون، دکونړ د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت او د کونړ ولایت مقام لخوا تخنیکي پلاوی ته د محول شویو موضوعاتو له هر اړخیزې څېړنې وروسته لازم اجرائت ترسره شول.
باید وویل شي، چې د کونړ ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت