کندهار کې ۱۵۰ بزګرانو ته د اقلیم اړوند روزنیز پروګرام پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۹
کندهار کې ۱۵۰ بزګرانو ته د اقلیم اړوند روزنیز پروګرام پیل شو

۲۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
په کندهار ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند «د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» له لوري، د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو « د لوړه شاولیکوټ، کښته شاولیکوټ، ارغنداب، ډنډ او دامان» کې ۱۵۰ بزګرانو ته د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره کېږي.
ددې روزنیز پروګرام په ترڅ کې د یادو ولسوالیو هر یوه کې ۳۰ تنه کروندګر د اقلیم بدلونونو او د هغوی د اغېزو په اړه روزل کېږي. په دې روزنه کې بزګرانو ته د اقلیمي بدلونونو لاملونه، پر کرنې او مالدارۍ د هغوی اغېزې، د اوبو سپما، د اقلیمي سازښت لارې چارې او د مخکني خبراوي سیستم اهمیت ورزده کېږي.
د پروګرام تر پیل وړاندې ګډ پلاوي د کندهار د کرنې ریاست له رییس مولوي عبدالرشید منیب سره لیدنه وکړه. نوموړي د بزګرانو د مسلکي ودې لپاره د ورته نورو روزنیزو پروګرامونو پر اړتیا ټینګار وکړ او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
دغه روزنیز پروګرام د اقلیمي بدلون، وچکالۍ پر وړاندې د حل لارو، او د اقلیمي ګواښونو د مدیریت په موخه ترسره کېږي، څو بزګر وکولای شي د کرنې په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي او مسلکي کچه یې لوړه شي.


کندهار؛ برای ۱۵۰ دهقان برنامه آموزشی اقلیم آغاز شد
۲۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
در ولایت کندهار، از سوی «ریاست سازگاری سکتور زراعت و مالداری با تغییرات اقلیمی» مربوط به وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در پنج ولسوالی «لوړه شاولیکوټ، کښته شاولیکوټ، ارغنداب، ډنډ و دامان» برنامه‌های آگاهی‌دهی درباره تغییرات اقلیمی برای ۱۵۰ دهقان راه‌اندازی گردید.
در چوکات این برنامه آموزشی، در هر یکی از ولسوالی‌های یادشده ۳۰ تن دهقان در بخش تغییرات اقلیمی و تأثیرات آن آموزش می‌بینند. در این آموزش، دهقانان با علل تغییرات اقلیمی، پیامدهای آن بر زراعت و مالداری، صرفه‌جویی در مصرف آب، شیوه‌های سازگاری با اقلیم و اهمیت سیستم هشداردهی قبلی آشنا می‌شوند.
پیش از آغاز برنامه، هیأت مشترک با رئیس زراعت کندهار مولوی عبدالرشید منیب دیدار نمود. وی بر ضرورت راه‌اندازی برنامه‌های آموزشی مشابه برای ارتقای مسلکی دهقانان تأکید کرد و اطمینان داد که همکاری همه‌جانبه صورت خواهد گرفت.
این برنامه آموزشی به هدف ارائه راه‌حل در برابر تغییرات اقلیمی، خشکسالی و مدیریت تهدیدهای اقلیمی برگزار گردیده است، تا دهقانان بتوانند در بخش زراعت گام‌های مؤثر بردارند و سطح مسلکی‌شان ارتقا یابد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت