کندهار کې ۱۰۷ جریبه ځمکه د هوټلونو د جوړولو لپاره امارتي شرکتونو لوی ریاست ته ولېږدول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۱۲
کندهار کې ۱۰۷ جریبه ځمکه د هوټلونو د جوړولو لپاره امارتي شرکتونو لوی ریاست ته ولېږدول شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله آخندزاده حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اراضۍ ریاست د کندهار په دوو ولسوالیو کې ۱۰۷ جریبه امارتي ځمکه د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ته د هوټلونو د جوړولو او عامه چوپړتیاوو د برابرولو په موخه رسماً انتقال کړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ  ریاست د کندهار د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ د یاد ولایت په دوو ولسوالیو کې ۱۰۷ جریبه امارتي ځمکه د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ته وسپارله. دغه ځمکې د ا.ا.ا د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی د حکم له مخې د هوټلونو د جوړولو او عامه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ځانګړې شوې دي.
د ځمکو د لېږد او وېش مسؤل، قاري عصمت‌الله فرهاد، وایي چې له دې ډلې څخه ۶۹ جریبه ځمکه د خاکریز ولسوالی د درویشانو په کلي او ۳۸ جریبه د ارغنداب ولسوالی د بابا صاحب د غره په سیمه کې انتقال شوې ده. دا لېږد د ګډ پلاوی په حضور کې ترسره شو او رسماً د امارتي شرکتونو  لوی ریاست ته وسپارل شو.
قاري فرهاد زیاتوي، چې پر دغو سپارل شویو ځمکو به د امارتي هوټلونو جوړولو ریاست له‌خوا د عامه چوپړتیاوو د برابرولو او د امارتي ځمکو د اغېزمنې استفادې په موخه هوټلونه جوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د ا.ا.ا د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله آخندزاده حفظه‌الله تعالی په ځانګړي حکم، د کندهار د سپین بولدک ولسوالی په سیمه کې د ګمرک ریاست لپاره ۱۰۰۴ جریبه امارتي ځمکه انتقال شوې وه.

در ولایت کندهار ۱۰۷ جریب زمین برای ساخت هتل‌ها به ریاست عمومی شرکت‌های امارتی انتقال داده شد
بر اساس حکم امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله آخندزاده حفظه‌الله تعالی، ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری ۱۰۷ جریب زمین دولتی را در دو ولسوالی ولایت کندهار به ریاست عمومی شرکت‌های امارتی جهت ساخت هتل‌ها و فراهم‌سازی خدمات عامه، رسماً انتقال داد.
ریاست اراضی وزارت زراعت با همکاری تخنیکی ریاست زراعت ولایت کندهار، این زمین‌ها را در دو ولسوالی به ریاست عمومی شرکت‌های امارتی سپرد. زمین‌های یادشده مطابق فرمان مقام عالی‌قدر امیرالمؤمنین، برای ساخت هتل‌ها و ارائه خدمات عامه اختصاص یافته‌اند.
قاری عصمت‌الله فرهاد، مسئول انتقال و تقسیم اراضی، گفت از این مجموعه، ۶۹ جریب زمین در قریه درویشان ولسوالی خاکریز و ۳۸ جریب در منطقه بابا صاحب غره ولسوالی ارغنداب قرار دارد. این روند در حضور هیأت مشترک انجام شد و زمین‌ها رسماً به ریاست عمومی شرکت‌های امارتی تحویل گردید.
به گفته قاری فرهاد، قرار است بر روی این زمین‌ها، از سوی ریاست ساخت هتل‌های امارتی، هتل‌هایی به‌منظور ارائه خدمات عامه و استفاده مؤثر از زمین‌های دولتی احداث شود.
شایان ذکر است، مدتی پیش نیز بر اساس حکم ویژه امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله آخندزاده حفظه‌الله تعالی، ۱۰۰۴ جریب زمین دولتی در ولسوالی اسپین‌بولدک ولایت کندهار برای ریاست گمرک انتقال یافته بود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۴۷
Background image

د کرنې وزارت لخوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

فراه کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل لړۍ پیل شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «سي.اچ.اې»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۴۹
Background image

د لغمان د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سپارښتنې پراساس، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین په مشرۍ یو پلاوی لغمان ولایت ته سفر وکړ،. . .

بازگشت