کندهار کې یوشمېر بزګران د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې زده کوي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۸ - ۱۰:۲۵
کندهار کې یوشمېر بزګران د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې زده کوي
 
۲۸ چنګاښ ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مرکز په ګډون په څلورو ولسوالیو کې د بزګرانو د سیمه ییزو ښوونځیو «FFS» له لارې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې ور زده کوي.
په دې روزنیزو پروګرامونو کې د کندهار د کرنې ریاست د فني کارکوونکو له خوا د کندهار ولایت د مرکز په ګډون د پنجوایي، ژړی او ډنډ ولسوالیو یو شمېر بزګرانو او ځمکوالو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ور وښودل کیږي.
د کرنې وزارت د فني او مسلکي کارکوونکو له خوا بزګرانو او ځمکوالو ته ددې روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د ونو او نباتاتو د ناروغیو د وقایې مهمې او اغېزمنې لارې چارې په نظري اوعملي ډول ښودل کیږي، چې بیا وروسته دغه بڼوال او بزګران ددغو روزنیزو پروګرامونو په لړ کې زده کړي لارې چارې په خپلو بڼونو او کروندو کې عملي کوي.
د کندهار دکرنې ریاست وایي دوی هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او ددغو خطرونو د مخنیوي په پآر د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي ترڅو له صحي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت