کندهار کې د څارویو کلینیکونو او مالدارۍ فعالیتونو څخه څارنه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۲:۳۶
کندهار کې د څارویو کلینیکونو او مالدارۍ فعالیتونو څخه څارنه وشوه

۱۸ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا په دې ولایت کې یو شمېر حیواني کلینیکونه او د مالدارۍ فعالیتونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړوندو چارواکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو له نسخې پرته د درملو پلورلو څخه ډډه وکړي، ددې ترڅنګ د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو د جوازونو څارل شامل دي.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو د پلور مخه ونیول شي، مالدارانو ته نسخې ورکولو،  په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانستلو او د غير قانونې درملو مخنيوی وشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۷
Background image

د خوست دوو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ددې ولایت د علېشیرو او تریزیو او شاه ولیکوټ ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۱۴
Background image

کندهار ته د عشر او زکات لوی رییس سفر او د عشر او زکات اړوند مهمې ناستې

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس الحاج مولوي ندا محمد عابد کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي. . .

بازگشت