کندهار کې د میکروب ضد درمل پاشنې لړۍ بشپړه شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۵:۱۴
کندهار کې د میکروب ضد درمل پاشنې لړۍ بشپړه شوه

۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ او د نبات ژغورنې او کرنتین مدیریت په تخنیکي همکارۍ، د مسلکي او فني کارمندانو په وسیله د میکروب ضد درملو پاشنې پروسه ترسره شوه. دا پروسه د شرکت د مېوو ګدامونو کې د حفظ الصحې او ناروغیو د مخنیوي لپاره ترسره شوه.
د معلوماتو له مخې، کندهار کې پنځه زره او ۱۰ ټنه غنم پېرل کېږي او په دغه ګدام کې زېرمه کېږي، نو همدې موخې لپاره یاد مرکز ضد عفوني شو، ترڅو غنمو ته زیان ونه رسېږي.
ضد عفوني کول د حفظ الصحې لپاره یوه مهمه طریقه ده، چې په ځانګړو کیمیاوي موادو ترسره کېږي، ترڅو میکروبونه له منځه یووړل شي. دا لړۍ د روغتونونو، کورونو، د خوړو صنعت، کرنې او نورو برخورو د ناروغیو مخنیوي او خوندیتوب کې اساسي رول لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت