کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۱۸

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم ددې ولایت د عدلیې رییس شیخ مولوي محب الله ابوالاحسان په مشرۍ غونډه دائره شوه.
د غونډې په پيل کې دکندهار د عدلیې رییس شیخ مولوی محب الله ابوالاحسان لارښوونکې وینا ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې، د یوشمېر عاریضونو عریضې او دوسیې و څېړل شول او ترڅنګ یې د ۱۴۰۳ کال عملیاتي پلان، د کندهار د لوړ شاه ولیکوټ ولسوالی دزرتاله سیمې موضوع، د میوند ولسوالی د ميرابخور د کلي د ۳۳ جریبه ځمکې موضوع، د سپین بولدک ولسوالی د لویې لارې ختیځ خواته د ۵۱ جریبه ځمکې موضوع، د سپین بولدک رباط سیمه کې د ۴۸۲ جریبه ځمکې موضوع، د ژړۍ ولسوالی کډهل سیمه کې د ۶۶ جریبه ځمکې موضوع، د کندهار ښار د ۱۲ ناحیې د حکیم صاحب اډې په سیمه کې د ۷۲۲ متر مربع ځمکې موضوع، د غورک ولسوالی د سرآس دښتې د څه باندې ۳۱ زره او ۴۲۶ جریبه ځمکې موضوع، د ژړۍ ولسوالی د دښت په سیمه کې د ۳۳ جریبه ځمکې موضوع، د کندهار ښاروالی د کوتل مرچه او پنجوایي دوراهي سیمه کې د استملاک موضوع او د خاکریز ولسوالی د رویشانو په سیمه کې د عبدالرحمن د دوسیې په هکله مفصلې خبرې اترې وشوې او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
په غونډه کي پر ځینو مهمو موضوعاتو هم بحثونه وشول او د غونډي نورو ګډون والو یو له بل سره خپل نظرونه شریک کړل.
په همدې حال کې د کندهار ولایت د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي وایي، چې ددې کمېټې د کار له پیل څخه تر دې دمه د کندهار په ولایت کې لسګونه زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځول شو دي او دغه لړۍ روانه ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

فراه کې ۱۴۸ مستحقو بزګرانو ته د کرنې او بڼوالۍ اړوند مرستې وویشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «سی‌اچ‌اې» مؤسسې له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۲
Background image

د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو د تخم وېش لړۍ پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف.اې.او»  په مالي لګښت او د «نوي مشورتي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا کې ۱۲۱۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې 

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د ګومل او جانیخیل ولسوالیو په سیمو کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

بازگشت