کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۲:۵۹

۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد تخنیکي پلاوی رییس مولوي فضل الباري فضلی په مشرۍ غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې دکندهار دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي فضل الباري فضلي لارښوونکې وینا ترڅنګ د پلي شویو چارو ارزونه یې وکړه.
په دې غونډه کې، د یوشمېر عاریضونو عریضې او دوسیې و څېړل شول او ترڅنګ یې د ځمکې غصب مخنیوی کمېسیون ته د موضوع راجع کولو څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشې، دغه راز د تخنیکي پلاوي جوړښت او سیمې د پلاوي پر لېږلو، له کمیسیون څخه پر راغلو مکتوبونو، د کډوالو د ښارګوټي د غصب د خلاصون، د دولتي ریاستونو ثابت ملکیتونو، دملي دفاع وزارت هغه ځمکه چې کډوالو له خوا تصرف شوي دي او د ظاهرشاهي کانال د حریم د موضوع په موخه خبرې اترې وشوې.
وروستیو کي تخنیکي پلاوي د یوشمېر مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې او د ستونزو د حل په برخه کې یې لازم اجرائت ترسره شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
Background image

د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۱
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

بازگشت