کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۸:۵۱
کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد ټیم رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ غونډه دائره شوه.
د غونډې په پيل کې دکندهار دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمود مظلوم لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې د عینومینې د سوداګرو او اوسیدونکو پر یوشمېر ستونزو؛ اختصاصې محکمي ته چي کومې دوسیي وړانډې کېږي د هغو په اړه د تخنیکي پلاوي نظر؛ د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالی د ښاروالۍ د استملاک موضوع او د عینومیني دوسیې اړوند موضوع په هکله خبرې اترې وشوې.
په غونډه کي پر ځینو نورو موضوعاتو هم بحثونه وشول او د غونډي نورو ګډون والو یو له بل سره خپل نظرونه شریک کړل.
باید وویل شي، چې کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت