کندهار کې دوه زره او ۲۰۰ بزګرانو ته دغنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۵:۷

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار په خاکریز ولسولی کې دوه زره او ۲۰۰ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه. دا مرسته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (اف.اې.او) په مالي ملاتړ ترسره شوه.
د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په همکارۍ، د یوې شفافې پروسې له لارې هغه بزګران وپېژندل شول چې د ۲ څخه تر ۵ جریبه پورې ځمکه لري او د اقتصادي ستونزو له امله د تخم او کیمیاوي سرې پېرلو توان نه لري. هر مستحق بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ورکړل شوه، تر څو دوی د راتلونکي فصل لپاره په وخت چمتو وي.
د دې مرستې موخه په کندهار کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرانو او ځمکوالو ملاتړ او د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
دې ته ورته مرستې مخکې هم د کندهار په نېش، معروف او ښورابک ولسوالیو کې وېشل شوې وې، چې پکې ټولټال څلور زره او ۴۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شویو غنمو تخم او کیمیاوي سره ورکړل شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت