کندز کې د کرنیزو څېړنیزو پروګرامونو د پلي کولو لپاره کرنیز عملیات پیل شو

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۵:۶
کندز کې د کرنیزو څېړنیزو پروګرامونو د پلي کولو لپاره کرنیز عملیات پیل شو


۱۲ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې  د کندز د کرنې ریاست د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ، د کرنې د چارو عملي چارې، چې (د ځمکې چمتو کول او برابرول) په کې شامل دي، په مرکزي څېړنیز فارم کې پیل شول.
 د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو څېړنو عمومي مديريت په پام کې لري چې د مني کمپاین په لړ کې د مرکزي فارم له پراخو سیمو څخه د څېړنیزو تجربو (نباتاتو د اصلاح، څيړنيزې تجربې د ناروغیو د څیړنې تجربې او د اګرانومکي تجربو) د پلي کولو په موخه استفاده وکړي چي د ناروغیو په وړاندې مقاومت لرونکي او لوړ حاصل لرونکي ډولونه ترلاسه کړي او د چاپېریال سره پراخ توافق ولري.
دا هم په نظر کي ده چې د پلان او اړتيا سره سم اصلاح شوي بذري تخمونه, د غنمو هستوي تخم او مورني تخمونه په لوړه کچه وکړي. 
د یادولو وړ ده چې د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو څېړنو ميديريت توانیدلې چې په روان کال کي د مرکز د څېړنیز فارم پراخه سيمه د څېړنیزو او تکثيري پروګرامونو د پلي کولو په موخه د کار لپاره دخوړو له پروګرام څخه جوړه کړي چې شاوخوا ۳۰ جریبه لوړه ځمکه د اوبو د یو نوي کانال په جوړولو سره چې ۷۲۵ متره اوږدوالی لري د اوبو لګولو تر پوښښ لاندې راولي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت