کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله ظاهد، او همداراز د کورنیو چارو، مالیې، استخباراتو او دفاع وزارتونو یو شمېر رییسانو او سلاکارانو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې مولوي بازمحمد فیضان د تېر یو کال په ترڅ کې د افغانستان د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دې سکتور د لا پیاوړتیا لپاره یې د اړوندو ادارو ترمنځ پر همغږۍ، همکارۍ او ګډو هڅو ټینګار وکړ.
همداراز، د کرنی وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي د قوریو د جوړولو له لارې د چهارمغز، پستې، جلغوزې او نورو غیرمثمرو نیالګیو د میلیونونو اصله تولید، د عامه پوهاوي پروګرامونو پلي کول، د اور ضد وسایلو وېش، د ځنګل ساتونکو ګومارنه او د ځنګلونو د ساتنې د قانون د ترتیب په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا لپاره د لا زیاتو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ او د دې ملي شتمنۍ د لا ښه خوندي کولو لپاره یې پر ګډو اقداماتو هوکړه وکړه.


برگزاری نشست مدیریت، احیاء و حفاظت از جنگلات در وزارت زراعت
۱۶ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
نشستی به‌منظور مدیریت، احیاء و حفاظت از جنگلات کشور به ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور مولوی عبدالحق مخدوم معین پلان و پالیسی وزارت امور داخله، مولوی احمدالله ظاهد معین وزارت صنعت و تجارت و شماری از رؤسا و مشاوران وزارت‌های امور داخله، مالیه، استخبارات و دفاع برگزار شد.
در این نشست، مولوی بازمحمد فیضان در مورد فعالیت‌های یک‌سال گذشته در بخش احیاء و حفاظت جنگلات افغانستان معلومات ارائه کرده و بر اهمیت هماهنگی، همکاری و بسیج ادارات مسئول در این بخش تأکید نمود.
همچنان، میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت، در مورد ایجاد قوریه‌ها برای تولید میلیون‌ها اصله نهال چهارمغز، پسته، جلغوزه و سایر نهال‌های غیرمثمر، راه‌اندازی برنامه‌های آگاهی‌دهی، توزیع وسایل ضدحریق، استخدام جنگل‌بانان و تدوین قانون حفاظت از جنگلات توضیحات ارائه کرد.
در پایان، اشتراک‌کنندگان نشست بر افزایش تلاش‌ها جهت حفاظت و توسعه جنگلات کشور تأکید نموده و بر حفظ این سرمایه ملی به‌گونه بهتر توافق کردند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د پکتیکا په ۱۶ ولسوالیو کې د میږو او وزو د  طاعون  ناروغۍ ضد د ۱۱۲ زره ډوزه واکسین کمپاین پیلېږي

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» له لوري د مالدارۍ د ودې او د څارویو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د کونړ په پنځو ولسوالیو کې ۲۵۰ ښځو ته د مرخیړیو د تولید کیټونه ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» په مالي او  د افغانستان د کلیو د بیارغونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار کې پر یوشمېر راستنو شوو کورنیو د چرګانو د روزنې وسایل ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د مدیریت، پرمختګ او نوښتونو «اومید» مؤسسې له لوري د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې. . .

بازگشت