کرنې وزارت کې د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په پار غونډه جوړه شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۱۵
کرنې وزارت کې د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په پار غونډه جوړه شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ، د هېواد د ۷ ځنګلیزو ولایتونو د کرنې رییسانو په ګډون د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې اړوند مسایلو د څېړنې په موخه دائره شوه.
دغه غونډه، چې د وزارت په معینیت کې ترسره شوه، پکې د لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان او ننگرهار ولایتونو د کرنې رییسانو، د کرنې سکتور سلاکارانو او د کرنې وزارت ځینو رییسانو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د ځنګلونو د غیرقانوني پرې کولو او د ناقانونه لرګیو راټولولو د مخنیوي لپاره پر ستونزو او حل لارو بحث وشو.  د اوبولګولو او طبيعي سرچینو مرستیال د دې غونډې موخه د دې ریاستونو اړوند فعالیتونو راپورونه ترلاسه کول او د ځنګلي سیمو د خلکو سره همکاري وبلله.
د غونډې په دوام د بېلابېلو ولایتونو د کرنې رییسانو هم د ځنګلونو د ساتنې او اړوند پروګرامونو په پلي کولو کې خپلې تجربې او لاسته راوړنې شریکې کړې.

جلسه‌ای پیرامون حفاظت و احیای جنگلات در وزارت زراعت برگزار شد
۲۳ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
نشستی تحت سرپرستی مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور  روئسای زراعت ۷ ولایت جنگلی کشور به هدف بررسی موضوعات مرتبط با حفاظت و احیای جنگلات برگزار شد.
این جلسه که در معینیت آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت برگزار شده بود در آن روئسای زراعتی ولایت‌های؛ لوگر، خوست، پکتیا، پکتیکا، کنر، لغمان و ننگرهار، مشاوران سکتور زراعت و تعدادی از روسای وزارت زراعت حضور داشتند.
در این جلسه  بحث‌هایی در خصوص چالش‌ها و راهکارهای جلوگیری از قطع غیرقانونی جنگلات و جمع‌آوری چوب‌های غیرمجاز مطرح شد. معین آبیاری و منابع طبیعی هدف این جلسه را دریافت گزارش‌های کارکردهای این ریاست‌ها در زمینه حفاظت از منابع طبیعی و جنگلات، و همکاری با مردم در مناطق جنگلی عنوان کرد.
روئسای زراعت ولایت‌های مختلف نیز در این جلسه تجربیات و دستاوردهای خود را در راستای حفاظت از جنگلات و اجرای برنامه‌های مرتبط به اشتراک گذاشتند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۱۱
Background image

د کرنې وزارت اداري رییس سرپل ولایت ته د خالصه جایدادونو او عایداتي سرچینو د ارزونې په موخه سفر وکړ


۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اداري رییس قاري محمد اکبر امیني، د خالصه جایدادونو د تثبیت او اجاره ورکولو په موخه سرپل ولایت ته سفر وکړ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل


۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري،د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې. . .

بازگشت