کابل کې د کانګو ناروغي پر وړاندې کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۱۵:۱۳
کابل کې د کانګو ناروغي پر وړاندې کمپاین پیل شو


۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ زوارت له خوا د کانګو وینه بهېدونکي تبې «CCHF» پر وړاندې د مبارزې کمپاین دکرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی ریاست څخه پیل شو.
ددې کمپاین په پرانیست غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، وټرډاکټران، دکرنې وزارت یوشمېر کارکوونکو، علما او خبریالان شتون درلود.
ددې غونډې ویناوال د کانګو وینه بهېدونکي تبې په هکله معلومات وړاندې کړل او خلکو ته ددې ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې وښودل.
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني ددې نارغي مخنیوی او کنټرول دکرنې وزارت له لویو مسوولیتونو وبلل او له خلکو یې وغوښتل، چې یادې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي: «دا زموږ مکلفیت دی، چې د خپلې ټولنې او کورنۍ ساتنه وکړو او د خلکو د روغتیا ساتنې ته پام وکړو، سالمه ټولنه د ورځنیو چارو ترڅنګ کولای شي، چې د لوی خدا(ج) عبادت په سمه توګه وکړي، لوی خدای (ج) او حضرت محمد (ص) هم د روغتیا په هکله سپارښتنې کړي دي او دا اړینه خبره ده، چې په دې برخ کې کار وکړو.»
دکرنې او مالدارۍ مرستیال ددې برنامې د دائرولو موخه پر یادې ناروغۍ د احتمالي اخته کېدو د ګواښونو په موخه د خلکو او څارویو خوندیتوب وباله او زیاته ېې کړه: «که ورته پاملرنه ونکړو ډېره خطرناکه ناروغي ده، ورته نه پاملرنه د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، له خلکو، رسنیو، کورنیو او په دې برخه کې له کاروباریانو څخه مو غوښتنه داده، چې ددې ناروغۍ د مخنیوي او خلکو ته د پوهاوي په برخه کې دکرنې سکټور، عامې روغتیا او ټولنې سره همکاري وکړي.»
دکرنې وزارت د حیواني روغیتا رییس ډاکټر احمد مختار محسني له لوی اختر څخه مخکې ددې کمپاین په لاره اچول د  کانګو وینه بهېدونکي تبې په هکله خلکوته پوهاوی ورکول وبلل ځکه په دې ورځو کې د څارویو پېر-پلور او هرې خواته یې لېږد را لېږد زیاتېږي: «دکال په اوږدو کې دکرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د دواشیندنې او واکسینو کمپاین لړۍ روانه ده، خو په ځانګوړو ورځو کې ددې کمپاین چارې کړندۍ کېږي، ترڅو د مسوولیت د اداکولو ترڅنګ خلکو ته پوهاوي هم ورکړو، ترڅو د څارویو ناروغیو ته پام وکړي او پرې اخته نه شي، د کانګو وینه بهېدونکي تبه د څارویو او انسانانو تر منځ ګډه ناروغي ده، چې کله کله د انسانانو د مړینې لامل هم کېږي، نښه یې تر ډېره تبه او وینه بهېدنه ده، که غواړو چې له دې ناروغۍ څخه ځان وساتو باید پر څارویو دوا وشیندو، کله چې پر څارویو لاس وهو یا څاروي ذبحه کوو او یایې کوم چېرې لېږدو، دستکشې، چپن او ماسک واغندو او یادو چارو باید جدي پاملرنه وکړو.»
دا کمپاین دکرنې وزارت له خوا په لاره اچول شوی دی، او ټاکل شوې، چې د غبرګولي له ۲۸ مې نېټې څخه پیل او د لوی اختر تر پایه په جدي توګه ادامه پیدا کړي، ددې کمپاین په ترڅ کې دکرنې او مالدارۍ وزارت کارکوونکو له خوا د کابل ولایت په څلورو دروازو او نخاسونو(د څارویو پلورنځیو) کې څاروي دواپاشي کېږي او دغه راز د پېر-پلور لړۍ څارنه هم کوي.
د کانګو وینه بهېدونکي تبه «CCHF» یوه مرګوني میکروبي «ویروسي» ناروغي ده، چې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالیږي. ددې ویروس عمده سرچینه په شخوندوهونکو څارویو «پسونو، وزو او غواوو» کې ده. ددې وایروس لېږدونکي تر ډېره کنې دي. دغه ناروغي له اخته حیوان څخه انسان ته او له یوه انسانه بل ته د اخته ناروغ سره له نېږدې اړیکو، ترشعاتو او د هغه د بدن د نورو مایعاتو له لارې لېږدي.

افتتاح کمپاین مبارزه علیه بیماری کانگو در کابل
۲۸ جوزا ۱۴۰۲ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری کمپاین مبارزه در برابر بیماری کانگو (تب خون‌دهنده) را در ریاست عمومی مالداری و صحت حیوانی  وزارت زراعت افتتاح نمود.
در محفل افتتاح  این کمپاین مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، داکتر وترنران، کارمندان وزارت  زراعت، علما و خبرنگاران حضور داشتند.
صحبت کننده‌گان این محفل در مورد مرض تب خون دهنده (کانگو) معلومات ارائه نموده  روش‌های جلوگیری از مصاب شدن به آن را به مردم توصیه نمودند.
مولوی صدارعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت جلوگیری و کنترول از شیوع این مرض را یکی از مسوولیت‌های عمده این وزارت عنوان نموده و از مردم خواست در زمینه متوجه باشند:" مکلفیت داریم تا از جامعه و فامیل خود حفاظت کنیم و متوجه صحت مردم باشیم، جامعه سالم در کنار کارهای روزمره می‌تواند بصورت بهتر پروردگار را عبادت نماید، خداوند"ج" و حضرت محمد"ص" نیز برای صحت ارشاد نموده‌اند و این لازمی است که در این عرصه کار نمائیم".
معین وزارت زراعت و مالداری هدف از برگزاری این برنامه را حفاظت مردم و حیوانات از خطرات احتمالی مصاب شدن به این بیماری دانسته افزود:" در صورت ای‌که توجه نکنیم بیماری خطرناکی است، بی‌توجهی به آن زندگی‌ انسان‌ها را با خطر مواجه می‌کند، خواست ما از مردم، رسانه‌ها، فامیل‌ها و پیشه‌وران این بخش این است که برای آگاهی‌دهی و جلوگیری از  آلوده شدن به این بیماری مهلک همکار سکتور زراعت، صحت و جامعه باشند".
داکتر احمد مختار محسنی رییس صحت حیوانی وزارت زراعت دلیل راه اندازی این کمپاین را پیش از عید قربان آگاهی دهی مردم از خطرات مرض کانگو عنوان کرد چون در این روزها حیوانات زیادی خرید، فروش و انتقال داده می شود:" کمپاین دواپاشی و واکسین حیوانات در طول سال از طرف وزارت زراعت جریان دارد، لیکن در روزهای خاص این کمپاین تشدید و تجدید می‌شود  تا در کنار ادای مسوولیت به مردم نیز آگاهی‌دهیم تا متوجه بیماری‌های حیوانات باشند و به آن متبلا نشوند، کانگور مرض مشترک بین انسان و حیوان می‌باشد که در بعضی موارد باعث مرگ انسان می‌شود،علائم آن بیشتر تب و خون‌ریزی شدید است، اگر بخواهیم از مصاب شدن به آن جلوگیری کنیم باید در قسمت دواپاشی حیوان، دست زدن به آن، هنگام کشتن، انتقال حیوان از یک‌جای بجای دیگر و استفاده چپن، ماسک و دستکش توجه نمائیم و  راعایت این مسائل الزامی می‌باشد".
این کمپاین از سوی وزارت زراعت راه اندازی شده است و قرار است از تاریخ 28 جوزا آغاز  و تا ختم عید قربان بصورت جدی ادامه یابد از طریق این کمپاین کارمندان وزارت زراعت در چهار دروازه کابل و نخاس‌ها حیوانات را دواپاشی می‌کنند و نیز از جریان خرید و فروش نظارت می‌نمایند.
تب خونریزی‌دهنده کریمه یا کنگو بیماری حاد تب‌دار و خون‌ریزی دهنده است که از طریق گزیدن کنه، تماس با خون حیوان و انسان آلوده منتقل می‌شود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲
Background image

تخار ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د تخار ولایت په مرکز او څلورو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۱۳
Background image

پکتیکا کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د اکشن اېډ موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې«اف.اې.او» په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۳
Background image

کندهار کې د لمرګلي نبات د پراختیا په پار هڅې، د ټیکا له استازو سره د لمرګلي نبات د پراختیا په پار ناسته وشوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان په مشرۍ، د کندهار ولایت په کرنې ریاست کې د ترکیې د. . .

بازگشت