کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر سره د کرنې وزیر خبرې اترې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۴:۴۷
گفت‌وگوی وزیر زراعت با شارژدافیر سفارت امریکا در کابل

۱۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. په دې ویډیو یې کنفرانس کې، د کرنې سکټور ودې، د کرنې وزارت او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ همکارۍ او په ورته وخت کې کومې پروژې، چې په دې سکټور کې د متحده ایالاتو له خوا تمویلیږي او دغه راز پر راتلونکو برنامو خبرې وشوې.
په دې خبرو اترو کې، په کابل کې د امریکا شارژدافیر د کرنې د پراختیا وجهي صندوق یا ADF سره په همکارۍ د خپلو کړنو، چې ددې هېواد د مرستو یوه برخه ده او بزګرانو لپاره د پور زمینه برابروي، د بدیل معیشت د پروژو پلي کول او دغه راز هغه برنامې چې د متحده ایالاتو له خوا تمویلیږي، خبرې وکړې.
ښاغلی راس ویلسون دغه راز زیاته کړه، چې د افغانستان د تازه مېوو د پروسس او تولید په برخه کې، باید پر اسټانډرډ کولو ډېر کار ووشي، ترڅو نړیوالو بازارونو ته ددغو محصولاتو د لا ډېرو صادراتو زمینه برابره شي.
په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر دغه راز د افغانستان د کرنې د پراختیا وجهي صندوق یا ADF په هکله وویل، چې باید پورونه ددې بنسټ له لارې، په ښه ډول سره کرنیزو فعالانو ته ورکړل شي.
په پای کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل ټاکل شوې، په راتونکې کې هم د مقابل لورې سره پر هغو برنامو چې پر ځانګړو همکاریو تمرکز کوي، لیده کاته او خبرې اترې ووشي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت