ږدنو کرکېلي ته د لغماني کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۵ - ۱۴:۴۹
ږدنو کرکېلي ته د لغماني کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې
۵ وږی ۱۳۹۹
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ږدنو کروندې ډېرې شوي او ږدنو کرکېلي ته د لغمان د بزګرانو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.
د لغمان دکرنې ریاست وایي، چې د لغمان ولایت کروندګر په خپلو ځمکو کې د ږدنو کرکېله کوي، چې د خپلو کورنیو د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یو شمېر ولایتونو ته یې هم صادروي.
دوی وایي، چې لغمان کې د ږدنو کرکېله ورځ تر بلې ډېریږي، چې ددې ولایت د اړتیا تر څنګ نورو ګاونډویو ولایتونو ته هم
د لغمان د کرنې ریاست وایي، چې یاد ریاست تل د بزګرانو په چوپړ کې ده او ددې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په هره برخه کې د لغماني بزګرانو ملاتړ کوي او د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او د ناروغیو او افتونو د مخنیوي په پار د درملو په وېشلو سره یې هڅه داده، چې ددې ولایت کرنیز توکي ډېر او کرنه پرمختګ وکړي تر څو کرنیز تولیدات ډېر او یاد ولایت د کرنیزو توکو له پلوه پرځان بسیا شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت