پکتیکا کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې؛ د لرګیو د پرېکولو مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۳:۴۲
پکتیکا کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې؛ د لرګیو د پرېکولو مخه ونیول شوه

د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د خوندیتوب په موخه د هلوځلو په دوام ددې ولایت د سروبي په ولسوالی کې د ناقانونه لرګیو د پرېکولو مخه ونیول شوه.
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد زمان عمري وویل، چې د سروبي ولسوالی اړوندو ځنګلونو کې په غیرقانوني ډول د لرګیو د پرېکولو مخه ونیول شوه او عاملین یې عدلي او قضایې ارګانونو ته ور وپېژندل شول.
 ښاغلی عمري وویل، چې د ځنګلونو ساتنه د کرنې رياست له لومړيتوبونو څخه ده او چا ته اجازه نه ورکوي چې ددې ولايت ځنګلونه تخريب او له منځه ولاړ شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنې وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د ویزې اسانتیا په اړه وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر ساډین اییلډیز سره په لیدنه کې د سوداګریزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې له رییس سره وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

بازگشت