پکتیکا کې د اصلاح شویو غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۳:۲۶
پکتیکا کې د اصلاح شویو غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

٢۱ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت له ۲۰ تنه کروندګرو سره د ننداریز کروندو جوړولو په موخه د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرو مرسته وکړه.
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېر محمد ذبیح وایي، چې د ننداریزو کروندو په جوړولو سره کروندګر کولاي شي، چې خپلې تجربې یو له بل سره شریکې کړي.
هغه زیاته کړه، چې د کتار په بڼه د اصلاح شویو تخمونو کرکېله کولاي شي، چې د بزګرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.د کتار په بڼه کرکېله کې د ناروغیو مخنیوی او د هرزه بوټو کنټرول په اسانې سره کېږي.
ددغو ننداریزو کروندو دجوړولو موخه نوي او میکانزه کرکیلې سره د بزګرانو بلدتیا او د دوی د کرنیزو حاصلاتو زیاتولو ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت