پکتیا کې ۳۸ کورنیو ته د چرګانو فارمونه جوړ شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۱۰:۲۹
پکتیا کې ۳۸ کورنیو ته د چرګانو فارمونه جوړ شول

۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پاملرنې «IRC» مؤسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز ګردیز په بېلابېلو کلیو کې ۳۸ بېوزلې، کونډې او معیوبو ښځو ته د دوی دکورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو د فارمونو جوړولو په پار اړین توکي وېشلي دي.
پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې ا د پکتیا ولایت په مرکزګردیز کې ۳۸  کورنيو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو ۴۰ قطعه يې فارمونه ووېشل شول.
په يادو فارمونو کې هر کس ته ۴۰ هګې ورکوونکي چرګان، ۲۰۰ کيلو د چرګانو معياري خوراکه، ۳ دانې د دانې خوړولو لوښې، ۳ دانې د اوبو خوړولو لوښې ورکړل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د پاملرنې مؤسسې استازی حیات الله احمدزی  وویل، چې تر دې وړاندې یادو کسانو ته د فارمونو د پالنې، تغذيې او واکسينو د استعمال په اړه روزنه هم ورکړل شوې، نوموړی زیاته کړه، چې ياد فارمونه به د ګټه اخيستونکو په اقتصادي وضعيت کې ښه والې راولي.
همداراز د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ مدیر عبدالبصیر کوچی په خپلو خبرو د اړمنو کورنيو لپاره د چرګانو د فارمونو جوړول د اقتصادي پياوړتيا لپاره اغېزناک وبلل او په دې برخه کې يې د پاملرنې مؤسسې هڅې وستايلې، نوموړي له ګټه اخيستونکو وغوښتل چې سمه ګټه ترې پورته  او پالنې ته پاملرنه وکړي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت