پکتیا کې ۳۵ د مچیو روزونکو ته د مچیو روزنې توکې ووېشل شول

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۳:۱
پکتیا کې ۳۵ د مچیو روزونکو ته د مچیو روزنې توکې ووېشل شول


د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست اړوند د افغانستان لپاره د مالدارۍ د زنځیري ارزښت (AVC-L ) پروژی ترچتر لاندی د (DAI) نړیوال شرک لخوا په مرکز، احمدابا، سیدکرم او ځاځی اریوب ولسوالیو ۳۵ هغو کسانو ته چې د سلو  نه زیاتې د شاتو مچیو صندوقونه لري د شاتو مچيو اړوند توکي ووېشل شول.
د چارواکو په خبره د شاتو مچیو دغو روزونکو ته د شاتو مچیو د افتونو او ناروغیو د کنټرول روزنیز پروګرام ترڅنګ په پروګرام کې د شاتو مچیو یادو روزونکو ته تخنیکي کېټ چې په کې موم، دستکشې پولینټر، د دانو لوښې او د مچیو د ساتنې ځانګړې جامې په کې شامل وی وېشلي دي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د شاتو مچیو صتعت ته پراختیا ورکول او د شاتو مچیو ټولنو د غړو ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

بازگشت