پکتیا کې پر ۴۶۷ کورنیو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۳۷
پکتیا کې پر ۴۶۷ کورنیو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې

۱۳ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال صندوق په مالي مرسته او د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په همکارۍ ددې ولایت پر ۴۶۷ بیوزلو کورنیو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي. 
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د افغانستان لپاره د هالنډ کیمټې استازی سید کریم باور وویل، چې دغه متوازنه يا متراکمه خوراکه چې په ټولو خوراکې معياراتو جوړه شوې ده، د وړو څارويو په ځانګړي ډول د پسونو لپاره ورکول کېږي، چې موخه یې د پسونو د چاغښت دی.
 ښاغلی باور وویل چې په روحاني بابا ولسوالی کې ۱۷۱ کورنیو ته، په شواک کې ۲۲ کورنیو ته، په وزې ځدراڼ ولسوالی کې ۵۵ کورنیو ته، په احمد خېل ولسوالی کې ۶۳ کورنیو ته او ځاځي اريوب ولسوالی کې ۱۵۶ کورنیو ته د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ددې پروګرام په لړ کې هرې کورنۍ ته ۸۷ کيلو ګرامه د څارویو خوراکي توکي ورکړل شوي دي، چې درې پسونو ته دوه مياشتې کفايت کوي، د خوراکې په پیل کې پسه يا ورۍ تلل کېږي او بيا د نتيجې د لاسته راوړلو په خاطر همدغه پسه دوه  مياشتې وروسته بيا هم تلل کېږي. 
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت