پکتیا کې د ځنګلونو ساتنې په موخه سیمه ییزو چارواکو او قومي مخورو سره دهمغږۍ ناسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۲:۲۸
پکتیا کې د ځنګلونو ساتنې په موخه سیمه ییزو چارواکو او قومي مخورو سره دهمغږۍ ناسته وشوه

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي د یوه پلاوي په مشرۍ د پکتیا ولایت سیدکرم، میرزکه او اریوب ځاځیو ولسوالیو  ته د سفر په ترڅ کی د دغو ولسوالیو ولسوالان، قومي مشران او ځوانانو سره د ځنګلونو ساتنې، قطع مخنیوی او بیا رغونې په موخه ناستې او خبرې اترې وکړې.
ددغو ناستو په ترڅ کې د پکتیا د  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سید امین هاشمي لخوا ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ځنګلونو اهمیت په اړه معلومات ورکړل  او همدارنګه یې د ځنګلونو ساتنې او قطع مخنیوی په موخه د پکتیا دودیز قومي تړونونو اهمیت په اړه هم خبرې وکړې.
د یادو ولسوالیو قومي مشرانو او ځوانانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس سرهخپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او هم یې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د بدیلو لارو چارو او پروژو غوښتنه وکړه.
د پکتیا دکرنې رییس مولوي هاشمي ځنګلونه دهېواد ملي شتمني یاده کړه او ګډونوالو ته یې د ځنګلونو د قطع او مخنیوی په دې اړوند د ا.ا.ا د فرمان پر تطبیق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دشنو ځنګلونو قطع کول دطرحې مطابق مطلق بند دي اوهیچا ته اجازه نه ورکوو چې ځنګلونه قطع کړي.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د کرنې وزارت په لارښوونه په پکتیا کې د ځنګلوساتنې، ستونزو تشخیص او بیا رغولو لپاره د کمېټې جوړولو سپارښتنه وشوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت