پکتیا کې د ځمکې غصب مخنيوی او غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د هوایي ډګر او رباط سیمو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۴:۵۸
پکتیا کې د ځمکې غصب مخنيوی او غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د هوایي ډګر او رباط سیمو څخه لیدنه وکړه

د پکتیا کې د ځمکې غصب مخنيوی او غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی ددې ولایت هوایي ډګر او رباط سیمو څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې موخه داوه، چې د پکتیا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په پکتیا ولایت کې د زون په سطحه د تجارتي اموالو د پروسس، بسته بندۍ او نورو قانوني مواردو د طي کولو لپاره د ودانۍ جوړولو لپاره د سل جریبه ځمکې د لېږد غوښتنه درلوده او د پکتیا ولایت مقام لخوا تخنیکي هپلاوی ته د همکاري لپاره رسمآ را معرفي شوي وو، تخنیکي پلاوي د یاد ریاست نوموړې پروژه د پکتیا ولایت لپاره یوه حیاتي او مهمه پروژه یاده کړه او د صنعت او سوداګرۍ ریاست د غوښتنې اړوند یې بحث وکړ او د یاد ریاست مسؤلینو ته يې ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د يادې حیاتي پروژې د تطبيق لپاره د ټارګټ شوو سطاني ځمکو څخه د پروژې د تطبيق سره مناسبه ځمکه ورته په ګوته او د اړوندو ادارو له لوري به يې د انتقال پروسه ترسره شي.
پکتیا کې د ځمکې غصب مخنيوی او غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی لخوا د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند د هوايي ډګر او رباط سیمې ورته انتخاب شوی د یادو سیمو اسناد به د پروسس لپاره مرکز ته ولېږل شي. 
د يادولو وړ ده چې د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شوو ځمکو تخنیکي غړي به خپلې عملې کړنې د لومړنيو معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته ډير ژر پيل کړي او نور هیچاته اجازه نه ورکوي، چې خپل سرې هغه سطاني ځمکی چی د ا.ا.ا شک وی دوی غصب کړي او کچیرې د چا لخوا دا کار وشو د قانون منګلو ته ددی کمیسیون لخوا رسمآ ورپېژندل کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۱
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۲۵ سرې غواوو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د ننګرهار روداتو کې د چینایي لیمو نوي بڼونه جوړول؛ د بدیل معیشت پروګرام عملي ګام

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي مرسته او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ د یاد ولایت په رودات ولسوالی. . .

بازگشت