پکتیا کې د زردالوو حاصلات ډېر شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۶ - ۸:۳۰

۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې د زردالو بڼونه ښه وده کړې او د بزګرانو د عوایدو په ښه سرچینه بدله شوې ده. د دغو چارواکو په خبره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا په ۱۳۹۲ یم کال کې د پکتیا په خطابه کلی کې د امیري زردالو ۱۳ جریبه بڼ جوړه شوې، چې اوس په حاصل راغلي دي او حاصل یې کابو ۳۰ زره کیلو ته رسیږي.
د چارواکو په خبره بڼوالو او بزګرانو سره د کرنې وزارت مرستې او ملاتړ ددې سبب شوي دي چې، په دې ولایت کې د نورو مېوو ترڅنګ د زردالو حاصلات هم ډېرشي.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي دوی هلې ځلې کوی، چې په دې ولایت کې د بڼوالۍ لمن پراخ او د بېلابېلو مېوو نوی بڼونه جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت