پکتيا: پر ۲۰۰‍ بزګرانو د ترکي غنمو اصلاح شوي تخم ووېشل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۱۵:۱۶
پکتيا: پر ۲۰۰‍ بزګرانو د ترکي غنمو اصلاح شوي تخم ووېشل شو

  ۴ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۳۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د همکاری (IHH) مؤسسې له لورې په پکتیا کې پر دوه سوه اړمنو بزګرانو د ترکي غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شو، چی ۱۶۰ کسانو ته د مستقیمآ دکرنې ریاست لخوا او۴۰ کسانو ته د خوست او پکتیا د غنمو د اتحادیو کروندګروته ووېشل شو.
په يادو مراسمو کې د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج عبدالرؤف سعيد، د کرنیزو چارو آمر مومند خروټی، بزګرانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د پکتیا دکرنې رییس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له بزګرانو نه یی وغوښتل، چې کوښښ وکړي یاد  ترکي اصلاح شوی تخمونه د تجروبې په موخه په خپلو ځمکو کې وکري تر څو ښه حاصل ترلاسه کړي او اقتصادي وضعيت مو ښه شي.
 د ياد پروګرام له لارې هر بزګر ته ۲۵ کيلو ګرامه ترکي اصلاح شوي غنم په وړيا ډول ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت