پروان کې پر ۳۴۴ کورنیو څه باندې ۲۰ زره او ۶۰۰ د هګیو چرګان ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۴:۵۷
پروان کې پر ۳۴۴ کورنیو څه باندې ۲۰ زره او ۶۰۰ د هګیو چرګان ووېشل شوې

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د پروان دکرنې، ابوولګولو او مالدارۍ ریاست د چرګانو پالنې د درېیم فاز په پرانیستې سره، د څه باندې ۱۳ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت پر ۳۴۴ کورنیو د هګیو چرګان وېشلي دي.
د پروان دکرنې ریاست وایي، چې ددې پروژې په پرانیستې سره پر اړمنو کورنیو ۲۰ زره او ۶۴۰ د هګیو چرګان او د چرګانو پالنې اړونده توکي وېشل شوي دي.
د چرګانو پالنې د درېیم فصل او پر اړمنو کورنیو د هګیو چرګانو پرانیست غونډې ته د پروان والي فضل الدین عیار وویل: «دا پروژه د نړیوال بانک له خوا تمویلیږي، چې په مرکز کې ترې ۱۳۰ کورنۍ، د بګرام په ولسوالۍ کې ۱۳۵ کورنۍ او د جبل السراج په ولسوالۍ کې ترې ۷۹ کورنۍ برخمن شوي دي، او هرې کورنۍ ته ۶۰ د هګیو چرګان او د چرګانو پالنې اړونده توکي، دانې او واکسینونه د ۱۳ میلیونه او ۸۰۰زره افغانیو په ارزښت ورکړل شوي دي.
ښاغلی عیار وویل، چې ددغو چرګانو وېش د بېوزلو کورنیو اقتصادي ودې سره مرسته کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت